د اقتصاد وزارت تایید وي چې په وروستي یو کال کې په هېواد کې د نږدې ۲۲۰ مرستندویه بنسټونو فعالیتونه درول شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د دغو بنسټونو فعالیتونه د اصولو د نه رعایت کولو په پار درول شوي او دایمي نه دي او په راتلونکي کې به بېرته پېل شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطلیف نظري په دې هکله وویل:«کهچېرې دوی زموږ اصول او مباني په پام کې ونهنسي، په هغه صورت کې به د دوی جوا لغوه شي. له همدې امله ده چې په تېر یوه کال کې د ۲۱۶ موسسو جوازونه لغوه شوي دي چې څلور بهرنۍ موسسې هم په کې شاملې دي.»
بل خوا د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو بندېدل دایمي نه دي، بلکې هغه مهال چې د دغو بنسټونو له لوري د اقتصاد وزارت شرایط پر ځای شي، خپل فعالیتونه به بېرته پېل کړي.
خو دغه وزارت له مرستندویو موسسو سره پر همکارۍ او د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین وايي:«د دغو بنسټونو د فعالیت درېدل به دایمي نهوي. په هغه صورت کې چې زموږ شرطونه بشپړ شي او د اقتصاد وزارت اصول رعایت شي، په یوه کمېسیون کې به بېرته د دغو موسسو جوازونه ورکړل شي.»
بل خوا، د اقتصادي چارو شنوونکي وایي، حکومت باید د هغو بنسټونو ملاتړ وکړي چې فعالیتونه یې د ولس په ګټه دي.
د اقتصادي چارو شنوونکي فرهاد ابرار هم وویل:«په هغه صورت کې چې د دغه بنسټونه د افغانستان د خلکو د ملي ګټو پر خلاف فعالیت ونهکړي، د هغوی د فعالیت دوام د افغانستان د خلکو په ګټه به وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د یوه سویډني وګړي له لوري د قرانکریم د یوې نسخې د سوځولو په اعتراض کې په افغانستان کې د سویډني بنسټونو فعالیتونه هم ودرول شول.