یو شمېر افغان کډوال چې له ترکیې څخه ایستل شوي، د دغه هېواد د پولیسو پر ناسم چلنده نیوکه کوي.
د دوی په خبره، ترکي پوله ساتي ځواکونه افغان کډوال ربړوي، وهي ډبوي او حتا د ترکیې - ایران تر منځ پوله کې پرې ډزې کوي.
په همدې حال کې، د اسلامي امارت ویاند له اسلامي هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.
له ترکیې رایستل شوی رحمتالله طلوعنیوز ته وايي:«موږ یې ونیولو او شپه تر سبا یې ووهلو. تر دې اندازې یې ووهلو، فکر نه کوم چې کافر هم یوه مسلمان تر دې کچې ووهي.»
له ترکیې بل رایستل شوی نور احمد حفیظي هم څرګندوي:«موږ چې له افغانستانه وځوو، د کار لپاره دی. له افغانستانه تر ترکیې په زرګونو ستونزې ګالو؛ خو افغان کډوال د ترکیې دولت ته هېڅ ارزښت نهلري.»
بلخوا عزیزه چې د پروان ولایت اوسېدونکې او د پنځو اولادونو مور ده، وایي کونډه ده او د بې وزلۍ او ناچارۍ له امله یې زوی ایران ته ولېږه، خو زوی یې له ایرانه د ترکیې په لور روان شوی او د شپږو میاشتو په تېرېدو سره یې لا هم برخلیک روښانه نه دی.
عزیزه طلوعنیوز ته وايي:«شپږ میاشتې کېږي چې زوی مې ایران ته تللی و. له شپږو میاشتو له خپلو ملګرو سره د ترکیې په لور ولاړ. د ترکیې په پوله مې هم ورسره خبرې وکړې؛ خو له هغې وروسته مې زوی مړی او ژوندی ورک شو.»
د ترکیې په پوله د ورک شوي کس ورور نورزی هم څرګندوي:«د ایران او ترکیې د پولې ترمنځ ورک شوی. شپږ یا اوه میاشتې کېږي چې حساب یې معلوم نهدی. هیله کوم چې دولت له موږ سره مرسته وکړي.»
په همدې حال، د اسلامي امارت ویاند له اسلامي هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«موږ له خپلو کډوالو سره د انساني او اسلامي چلند غوښتونکي یوو. په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې چې زموږ وروڼه دي، هغه افغانان چې هلته دي. د هغوی وروڼه دي. له هغوی سره باید ناوړه چلند ونهشي. ونه وهل شي او بندي نهکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د وزګارۍ او بې وزلۍ له امله، لا هم هره ورځ سلګونه هېوادوال په ناقانونه توګه ایران او ترکیې ته ځي، چې ډېری شمېر یې بېرته هېواد ته را کرځول کېږي.
په دې اړه مو اندونه