Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي له ا.ا سره د ملګرو ملتونو سازمان د مثبت تعامل د دوام غوښتونکی شو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې، د یوناما له رییسې رزا اوتونبایوا او سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره په کتنه کې له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د غړو هېوادونو «د مثبت تعامل پر دوام» خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا‌ء احمد تکل په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د راتلونکې غونډې او د نشه‌يي توکو د کرکېلې د بدیلې لارې موندلو او اړمنو کسانو ته د مرستندویه بنسټونو د مرستو د وېش په برخه کې د روڼتیا په تړاو بحث کړی دی.

ضیا احمد تکل لیکلي:«په دغې ناسته کې له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان او د هغوی د غړو د ثبت تعامل د دوام په هکله خبرې شوي او د ملګرو ملتونو سازمان د راتلونکې ناستې په هکله، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د افغانستان په تړاو د نړۍوالې ټولنې د راپورونو په هکله هم بحث شوی دی.»

ورته مهال، د چارو ځينې شنوونکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ یا یوناما رول له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل په ښه‌والي کې مهم ګڼي.

د سیاسي چارو شنوونکی ثمر سادات طلوع‌نیوز ته وايي:«هغوی ته دې قناعت ورکړي چې په یوازې نه شي کولای افغانستان اداره کړي. نو پر دې بنسټ یو پراخ‌بسټه حکومت د افغانانو او د افغانستان د ملي واکمنۍ په ګټه دی او د سیمې او نړۍ په ګټه هم دی، چې یوه ملي واکمني رامنځته شي چې افغانستان له دغه حالته ووځي.»

د سیاسي چارو شنوونکی زلمی افغان یار هم څرګندوي:«نړۍوالې ټولنې، د سیمې او نړۍ هېوادونو، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو او نېک تعامل په برخه کې خپل شرطونه اعلان کړي دي.»

د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې زیاته کړې چې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سازمان له چارواکو سره په کتنه کې په بشري مرستو کې د اسلامي امارت د لاس‌وهنې په تړاو راپورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې سرپرست حکومت له خپلې کورنۍ بودیجې څه باندې ۶۰۰ زره کونډو او یتیمانو ته د مرستو زمینه برابره کړې ده.

د چارو ځينې شنوونکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ یا یوناما رول له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل په ښه‌والي کې مهم ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه