د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې ګډې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا او د مرکزي اسیا پنځه هېوادونو د C۵+1 غونډه کې پرېکړه کړې چې د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه، په افغانستان کې، له ټیکاو، د ټولګډونه حکومت له رامنځته کېدو او له ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ وکړي.
د دغې غونډې ګډونوال چې د جولای په وروستیو کې د قزاقستان په استانه ښار کې سره راټول شوي وو، د بشري حقونو پر رعایت، امنیت او د افغانستان پر ځان بساینې ټينګار کړی دی.
د دغې غونډې ګډونوالو ویلي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو پر پټنځای د بدلېدو مخه باید ونیول شي او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د نشهيي توکو د تولید او قاچاق پر ضد هم مبارزه وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان بشري ناورین هم د ګډونوالو له خوا اندېښمنوونکی وبلل شو او په دغه هېواد کې د روان ناورین د مخنیوي لپاره پر یوه قومي او همغږي اقدام ټينګار شوی دی.
دغه غونډه د تېرې زیږدیزې میاشتې (جولای) په ۲۷ مه د امریکا، ازبیکستان، تاجیکستان، قزاقستان، قیرقیزستان او ترکمنستان د استازو ترمنځ د قزاقستان په استانه ښار کې جوړه شوې وه.