د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال ډانیل انډرېس سره په کتنه کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر سولهییزو اړیکو ټينګار کړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ملګرو ملتونو د همکاریو د دوام غوښتنه کړې او په هېواد کې یې د پراختیایي او بشري ستونزو د حل په برخه کې د دغه سازمان د مرستو دوام مهم بللی دی.
ښاغلي کریمي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په دغې غونډه کې دواړو لورو د بېلابېلو مسایلو په هکله بحث وکړ او هوکړه یې لرله چې باید د ملګرو ملتونو او همدارنګه د مرستندویو سازمانونو اړیکې مسنجمې شي او خپلې اړیکې پیاوړې کړي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، چې په دې کتنه کې دانیل انډرېس ټینګار کړی چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او همکاریو په لومړیتوب کې دی او د بشري مرستو د برابرولو او په افغانستان کې د اقتصادي او اقلیمي ستونزو د حل په برخه کې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکو او همکارۍ ته اړتیا ده.
بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي د ملګرو ملتونو بشري مرستې په هېواد کې د بشري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ارزښتناکې ګڼي.
د اقتصادي چارو شنوونکی آذرخش حافظي وايي:«د هغوی په وېش کې باید روڼتیا شتون ولري او واقعي اړمنو ته ورسېږي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري هم څرګندوي:«په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستې د منلو وړ وې او موږ غوښتنه دا ده چې په ملګرو ملتونو سازمان پورې د اړوندو بنسټونو له خوا د افغانستان له خلکو سره مرستې باید زیاتوالی ومومي.»
ډانیل اندرېس د رامز الکبروف پر ځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه ګومارل شوی، چې په وروستۍ یوې اوونۍ کې یې د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره کتلي او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام په تړاو خبرې کړي دي
په دې اړه مو اندونه