Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طلوع‌نیوز موندنې: افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د ۵۵ چاودنو شاهد و

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت په پرتلیز ډول ښه شوی، خو سره له دې هم، د هېواد ځینې برخې د خونړیو پېښو شاهدې وې چې سلګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

د طلوع‌نیوز موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې ۵۵ چاودنې شوي چې له امله یې ۴۷۹ تنه وژل شوي او ۹۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښې په کابل، مزارشریف، کندوز، سمنګان، بدخشان، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې شوې دي.

خو اسلامي امارت په دې موده کې هڅه کړې، د بېلابېلو عملیاتونو له ترسره کولو سره په کابل او نورو ولایتونو کې د داعش ځینې ځالې له منځه یوسي.

د کابل هوایي ډګر ته د زرګونو کسانو د راتګ پر مهال چې غوښتل یې بهر ته ولاړ شي، پر دغه هوايي ډګر برید یوه له همدغو لویو پېښو وه.
په دې پېښه کې نږدې ۱۸۰ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.

بل خوا، د یوناما د راپور پر بنسټ، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو لسو میاشتو کې ۷۰۰ کسان وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت دغه شمېرې ردوي. عبدالمتین قانع د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په کندز، مزارشریف، کندهار، هرات او سمنګان ولایتونو کې د جوماتونو په نښه کېدل، د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید، د خلیفه صاحب پر خان آقا برید، د عبدالرحیم شهید پر لېسې او د کاج پر ښوونیز مرکز برید، په کابل کې د القاعدې د مشر د وژل کېدو ادعا، په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او د بهرنیو چارو پر وزارت برید، د بلخ پر والي او د بدخشان د والي پر مرستیال برید په تیرو دوو کلونو کې د امنیت ضد تر ټولو لویې پیښې ګڼل کېږي.

د ۱۴۰۱کال د مرغومې په ۵مه د بدخشان امنیه قومندان عبدالحق ابوعمر، د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۸مه، د بلخ والي محمد داوود مزمل، د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي په ۱۶مه، د بدخشان ولایت سرپرست او د والي مرستیال نثار احمد احمدي او د ۱۴۰۲کال د غبرګولي په ۱۸مه، د بغلان پخوانی امنیه قومندان صفي الله صمیم په بېلابېلو پېښو کې ووژل شول.

بل خوا په دې موده کې د نړۍ د ځينو هېوادونو اندېښنې هم له تمې ډېرې لېرې نه وې.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) قومندان جنرال مایکل کوریلا څرګنده کړې وه:«زما د قوماندانۍ اټکل دا دای چې د داعش خراسان څانګه کولای شي، تر شپږو میاشتو کمې مودې پورې د امریکا متحده ایالتونو او یا نورو لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې عملیات ترسره کړي، له دې پرته چې له مخکې کوم خبرداری ولري.»

خو اسلامي امارت وایي چې په تېرو دو کلونو کې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده او د دغې ډلې پر وړاندې عملیات هم ترسره شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري په یوولسمه اعلان وکړ، چې ایمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی، د هغه دغه اعلان تر برید یوه ورځ وروسته و.
 
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:«د شنبې په ورځ او زما په امر امریکا متحده ایالتونو په کابل کې یو بریالی برید ترسره کړ چې په ترڅ کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو خبرو په غبرګون کې دا برید یوازې د امریکا یوه ادعا وبلله.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ د۱۴۰۱لمریز کال د وږي په ۶مه، د امریکا له لوري د هېواد د هوایي حریم پر نقض نیوکه وکړه.

سراج الدین حقاني د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د مارچ په ۵ مه، په لومړي ځل په عام محضر کې راڅرګند شو. ښاغلي حقاني د رسنیو په مخکې په لومړي ځل راښکاره کېدو سره، نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه به نورو هېوادونو ته کوم ګواښ پښ نه شي.

په تېرو دوو کلونو کې له ایران، ازبیکستان او پاکستان سره سرحدي ترینګلتیاوې بې مخینې وې، په تېره بیا د سپين بولدک - چمن پر لار نښته چې دواړو لورو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي و:«د دفاع وزارت پالیسي دا ده، هغه ننګونې چې په پولو کې او یا په نورو ځایونو کې پیدا شوي او یا پیدا کېږي، باید له ډپيلوماټيکه لاره حل شي؛ خو له بده مرغه داسې ده چې نښته لومړی د ګاونډیو هېوادونو له لوري پېل شوې ده.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په وروستیو دوو کلونو کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ۲۰۰۰ عملیات ترسره شوي، چې په دې لړ کې ۱۲۰۰ داعشیان نیول شوي او د هغوی تر ۸۰ زیات پټن‌ځایونه له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل:«زموږ څه باندې ۲۰۰۰ عملیات وو چې الحمدالله له هغې څو میاشتې وروسته د داعش څه باندې ۱۲۰۰ غړي نیول شوي دي.»

د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۹مه، د بګرام په پوځي اډه کې د اسلامي امارت د نظامیانو پوځي پرېټ د هېواد یوه بله مهمه پېښه وه.

بل خوا، هېوادوال د وروستيو کلونو پرتله د امنیت ټينګښت ستایي؛ خو د لا ډېرو امنیتي تدابېرو غوښتنه کوي.

خو اوس څرګنده نه ده، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ د درېیم کال په پېلېدو سره به په راتلونکي کې د افغانستان امنیتي وضعیت څه ډول وي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه