د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې اسلامي مارت د افغانانو ترمنځ له مذاکراتو وروسته واک ته ورسېد.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاتوي چې د جمهوري نظام تر نسکورېدو مخکې په افغانستان کې د اسلامي امارت جګړې امریکا دې ته اړه کړه چې، له طالبانو سره خبرې وکړي.
شهاب الدین دلاور طلوعنیوز ته وویل:«جګړې، امریکایان اړ کړل چې له موږ سره مذاکره وکړي. جګړه یعنې جهاد هغوی اړ کړل چې له افغانستانه د وتلو یوه لار پیدا کړي.»
د اسلامي امارت دغه لوړپوړی چارواکی د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي که ګاونډي هېوادونه د افغانستان پر ضد نظامي اقدام وکړي، پر وړاندې به یې مبارزه و شي.
خو د ده په وینا، افغان خاوره د هېچا پر وړاندې ګواښ نه ده او هېڅ ډول شواهد نشته چې په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو ډلو د حضور ښکارندویي وکړي.
د ښاغلي دلاور په وینا:«ټولې نړۍ ته زموږ ژبه دا ده؛ البته زموږ ژمنه دا ده چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد به استفاده نهشي. په دې هکله هېڅ ډول ثبوت او شواهد شتون نهلري.»
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د نړۍ ځينې هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډ ګڼي او د نوموړي په باور نړۍ نه غواړي چې په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت رامنځته شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل:«هغوی ۲۰ کاله دلته وجنګېدل. یو دښمن چې شل کاله جګړه وکړي او ستره ماته وخوري، هغه هېڅکله نه غواړي چې مقابل لوری په چټکۍ سره پرمختګ وکړي. هغوی ته هېڅ داسې لاره نه ده پاتې چې د اسلامي امارت د پرمختګ مخه ونیسي، له دې پرته چې په رسمیت یې لاس اېښی دی.»
شهاب الدین دلاور که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو د ټاکلې نېټې په اړه څه نه وايي خو د ښځینه زده کوونکو لپاره پر تعلیمي نصاب د کار د دوام خبره کوي.
په دې اړه مو اندونه