Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د اوبو د مدیریت او انرژۍ د تامین لپاره هڅې

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ۴۱۱ پروژو د عملي کولو لپاره ۳٫۷مېلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د دغه وزارت مسوولانو ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې ټينګار کوي چې د دغې بودیجې یوه ستره برخه یې د کمال خان، پاشدان، بخش اباد، شاه و عروس بندونو او همدارنګه د امو سیند د څنډو د تحکیماتو او اوبیزې، بادي او لمریزې انرژۍ د تامین برخو ته به ځانګړې کړل شي.

د دغه وزارت چارواکي همدارنګه زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې د اوبو مدیریت، د اوبو اړوند تاسیساتو کې د تخنیکي خدمتونو او د اوبو سرچینو د مدیریت په برخو کې د ګڼو پروګرامونو د عملي کولو له پلوه د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د پام وړ کار کړی دی. 

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبیزو پروګرامونو رییس رفیع الله ستانکزی وايي:«بېلابېلې پروژې دي. د هېواد په کچه او دغه ملي پروژې انډول ته په پام سره لومړیتوب ورکړل شوی دی. په ټولیزه توګه د دغو پروژو عملي کول ۱۰٫۲ مېلیارده افغانیو ته اړتیا لري او په روان کال کې مو د هغې بودیجه له مالیې وزارته وغوښته؛ خو دغه وزارت د دغو پروژو د تطبیق لپاره ۳٫۷ مېلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په وینا، په کابل کې د اوبو کموالي سخت ګواښونه رامنځته کړي خو د مخنیوي لپاره یې ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت دفتر رییس محمد عبدالعزیز عزیز څرګندوي:«کابل ښار د اوبو له سختو ګواښونو سره مخ دی. له همدې امله زموږ لومړني کارونه دا دي هغه اوبه چې مصرفېږي، بیاځلې د استفادې وړ وګرځول شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د چارو د تنظیم رییس نعمان نثار هم وویل:«د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل - پنجشېر اوبو پر پروژې کار کوي. د دغې پروژې د ډيزاین کار روان دی او هیله لرو چې ژر تر ژره د تطبیق پړاو ته ورسېږي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، د بارانونو د اوبو زیرمه کولو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د تولید د زیاتوالي په موخه د بېلابېلو پروژو له لارې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت د دغه وزارت له مهمو پروګرامونو دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه