په پلازمېنه کې څه باندې ۲۰ انځورګرو ښځو د یوه نندارتون له جوړولو سره خپلې پنځونې نندارې ته وړاندې کړې دي.
د دغه نندارتون د جوړونکو په وینا، د دغه نندارتون د جوړولو موخه، د انګېزې رامنځته کول او د هنر په پنځونه کې د مېرمنو د برلاسۍ ښودنه ده.
د نندارتون مسووله راحله طلوعنیوز ته وايي:«د ۲۰ تر ۲۴ نجونو اثار نندارې ته اېښودل شوي، د دغه نندارتون ترڅنګ زموږ نقاشۍ نورې ګټې هم لري؛ ځکه موږ د کتابونو بل نندارتون هم لرو، ننداره چیان کولای شي چې هم د انځورګرۍ او هم د کتابونو له نندارتونونو خوند واخلي.»
بلخوا ځينې مېرمنې چې خپل اثار یې دلته نندارې ته ایښې له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ملاتړ او هنري کارونو ته یې پاملرنه وکړي.
انځورګره فروزان حقجو وايي:«په افغانستان کې زیاتې هنرمندې نجونې لرو چې په دا ډول شرایطو کې فعالیت نهشي کولای؛ خو زموږ غوښتنه دا ده چې په هېڅ ډول شرایطو کې تسلیم نه شي او په دا ډول نندارتونو کې ګډون وکړي او خپل هنر د نړۍ په کچه انځور کړي.»
انځورګره حسنا اسلمي هم زیاتوي:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»
له دې سره هممهاله ځينې لیدونکي بیا د دا ډول نندارتونونو د هرکلي ترڅنګ له سرپرست حکومته غواړي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
ننداره چي فهیمه جعفري وايي:«په دغې نندارتون کې له ګډون څخه زما موخه دا وه له نږدې ووینم هغه نجونې چې پرې بندیز لګول شوی، هغه نجونې چې په سختو شرایطو کې وتوانېدې وځلېږي. ومې غوښتل چې له نږدې د افغان نجونو استعداد ووینم.»
لیدونکې سمیه جعفري څرګندوي:«هیله ده ښځې په رسمیت وپېژنئ، دا سمه نه ده چې نارینه کار وکړي او ښځينه په کور کې ناستې وي، کله چې وايي د ښځې او نر حقونه مساوي دي نو هغې ته باید پاملرنه وکړي.»
د دغه نندارتون مسوولان زیاتوي چې په دې نندارتون کې د انځورګرۍ د اثارو ترڅنګ، څه باندې ۲۵۰ ټوکه کتابونه هم نندارې ته اېښودل شوي او درې ورځې به دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه