د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې، د هېواد لوبغاړو او ځوانانو ته بنسټيز کار نه دی شوی.
ښاغلي متقي د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په کابل کې په سپورټي فېسټيوال کې وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په هېواد کې له ځوانانو ناوړه استفاده شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه:«په تېرو شلو کلونو کې له بده مرغه زموږ ځوانان په ډېرو غطلو لارو استعمال شول، په تېرو شلو کلونو کې په هېواد کې څلور مېلیونه انسانان په نشهيي توکو اخته شوي چې ډېری یې ځوانان دي.»
بل خوا، احمدالله وثیق چې په دې وروستیو کې د هېواد د ورزش ادارې د رییس په توګه ګومارل شوی دی، د اسلامي امارت له لوري په ملي او نړۍوالو سیالیو کې د لوبغاړو د ملاتړ خبر کوي.
د بدني روزنې او ورزش ادارې رییس احمدالله وثیق وايي:«له ټولو لوبغاړو سره ژمنه کوم چې د دوی ملاتړ وکړو او ورته سهولتونو برابر کړو او ورته زښته زیاته پاملرنه وکړو.»
یو شمېر لوبغاړي په دغه پروګرام کې د بېلابېلو سپورټي نندارو په وړاندې کولو سره د سرپرست حکومت د ملاتړ غوښتنه کوي.
د کاراټې روزونکی سید جلال وايي:«د بودیجې ستونزه ده او یا هم تخنیکي ستونزې دي او د دې لامل شوي چې موږ ډېری سیالۍ له لاسه ورکړو، باید موږ ته پاملرنه وشي.»
معلول لوبغاړي کبیر خوشبین هم وویل:«له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د بېلابېلو سپورټي پروګرامونو ملاتړ وکړي چې موږ وکړای شو په بهرنیو او کورنیو سیالیو کې لاسته راوړنې ولرو.»
په دغه فېسټیوال کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون د بېلابېلو سپورټي برخو نږدې درې زره لوبغاړو هم ګډون کړی دی.
په دې اړه مو اندونه