د کورنیو چارو سرپرست وزارت سراجالدین حقاني د دوشنبې په ورځ په روزګان کې په یوې ناسته کې ویلي چې په پاکستان کې وروستۍ پېښې، د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او باید په خپله پاکستاینان یې حل کړي.
د ښاغلي حقاني په وینا، کهچېرې پاکستان وغواړي چې ستونزې د زور له لارې حل کړي، د دواړو هېوادونو ولسونو ته به زیان ورسېږي.
د کورنیو چارو سرپرست د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرو اترو ته په نغوتې سره وایي، چې دا مذاکرات پاکستان کې د سیاسي بدلونونو له امله پایلې ته ونه رسېدل.
سراج الدین حقاني وايي:«که دغه مشکل د زور له لارې څخه حل کول وغواړي، حتماً به داسې وي، دغه ملتونه چې د افغانستان او پاکستان تر منځه ډېر مشترکات دي، هغو مشترکاتو ته به خامخا نقصان رسېږي.»
د اسلامي امارت دا چارواکی نړۍ د افغانستان پر وړاندې د خپلو ژمنو پر نه عملي کېدو تورنوي. د هغه په خبره له تېرو دوو کلونو راهیسې هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بیا هم توانېدلی چې خپلې ستونزې هوارې کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل:«بیا هم موږ دنیا ته وايي چې نه تعنې درکوو، نه ځانونه په سیالۍ کې در سره اچوو، خو د الله په فضل که اټوم بم ولرئ که بي۵۲ ولرئ، که کروز ولرئ؛ خو زما له عقیده نه والله که قوي وي، خدای دې دغه عقیده نه را خرابه وي. خو چې درته د انسانیت او د بشریت شعار چغې وهې په هغه را سره ولاړ شه. هغه طریقه را سره جوړه کړه»
اخوا د روزګان ځينې اوسېدونکي د کورنیو چارو وزارت له سرپرست غواړي چې په دغه ولایت کې پراختیایي پروژې پلې او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
قومي مشر سید محمد وايي:«زموږ ولس ته کار پيدا شي او افغانستان دې الله را ته اباد کړي دا زموږ غوښتنه ده.»
دیني عالم خالق داد هم وايي:«موږ په چارشینو کې نه روغتون لرو، نه یو سم کلینیک لرو.»
د کورنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د پاکستان لوی درستیز خیبرپښتونخوا کې د افغانستان له خلکو غوښتي وو چې د پاکستان پر وړاندې له خپل هېواده د ګواښ نه پېښدو په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه