Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د داعش له شتون او د فعالیت له زیاتوالي د امنیت شورا اندېښنه

د  ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د تېرې ورځې (جمعې) په غونډه کې یوځل، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د شتون او فعالیت د زیاتوالي په هکله اندېښنه ښودلې ده.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف په دغې غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضیعت جدي دی او د داعش سربېره په افغانستان کې د ترهګرو کابو ۲۰ ډلې فعالیت لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډه په نړۍ کې د داعش ډلې د ګواښونو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.
  
د ولادیمیر ورونکوف د څرګندونو پر بنسټ، د افغانستان په خاوره کې د داعش خراسان څانګې وړتیاوې لوړې شوې دي.

ولادیمیر ورونکوف وایي، چې په دغه هېواد کې د شاوخوا شلو ډلو حضور او فعالیت او د بشري وضعیت خرابېدو د سیمې او نړۍ لپاره مهمې ننګونې رامنځته کړې دي.

هغه په دغې غونډه کې وویل:«د طالبانو او نړۍوالو اهدافو پر وړاندې د داعش خراسان څانګې د بریدونو په پېچلي کېدو سره، د افغانستان په خاروه کې د دغې تحریم شوې ډلې عملیاتي وړتیا لوړه شوې ده. د طالبانو له ځپونکو اقداماتو سره سره، په دغه هېواد کې د شاوخوا ۲۰ بېلابېلو ترهګرو ډلو حضور او فعالیت او د پایېدونکي پرمختګ نشتوالي او د بشري وضعیت خرابېدو د سیمې او د نړۍوالو هېوادونو لپاره مهمې ننګونې رامنځته کړې دي.»

اخوا په دې غونډه کې د امریکا متحده ایالتونو استازې او د ملګروملتونو د امنیت شورا دوره‌يي رییسه هم ټينګار کوي چې افغانستان باید د ترهګرو پر خوندي پناه ځای بدل نه شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو استازې لیندا ټوماس ګرېنفلیډ وايي:«د اسیا سوېل او افغانستان باید د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو لپاره امن پناه ځای نه شي، هغه ډلې چې د سیمې پر هېوادونو د برید هوډ لري، په افغانستان او پاکستان کې وحشتناک بریدونه ترسره کړي دي.»
                                      
په ملګرو ملتونو کې د اکواډور دایمي استازی هرنان پرز هم څرګندوي:«د افغانستان وضعیت د پاکستان او ایران د وروستیو بریدونو په څېر د بریدونو په ترسره کولو کې د داعش د وړتیاوو د لوړېدو له امله اندېښمنوونکی دی.»

په دې غونډه کې د روسیې د استازي مرستیاله په افغانستان کې د امریکا د وسلو او پوځي تجهیزاتو پر پرېښودو نیوکه کوي او پر دې باور ده چې دا وسلې اوس‌مهال د  ترهګرو په واک کې دي او د دغو تجهیزاتو پرېښودل د دې لامل شول چې سیمه وننګوي.
                           
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیاله ماریا زابلوتسکایا زیاتوي:«د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو ۲۰ کاله له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کې حضور درلود، خو ناڅاپه یي له دغه هېواده د تېښې پرېکړه وکړه او په زیاته اندازه وسلې او پوځي تجهیزات یې پرېښودل، چې په پایله کې یې دا وسلې د ترهګرو لاسته رسېدلې دي او دا د سیمې لپاره یو ګواښ دی.»
                      
په ملګرو ملتونو کې د جاپان د دایمي استازي مرستیال شینو میتسوکو وايي:«په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې فعالیت د سیمې د هېوادونو لپاره ژورې اندېښنې رامنځته کړې دي.»

خو اسلامي امارت په هېواد کې د داعش حضور او فعالیت ردوي.

د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه داعش چې فېزیکي حضور ولري، مرعي حضور ولري، یو ثابت ټکی ولري او یا هم حس شوي فعالیتونه ولري، نه لرو او په افغانستان کې د داعش ملا ماته شوې.»

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، ویلي وو، چې په افغانستان کې داعش خپلې جنګې وړتیاوې لوړې کړې او په افغانستان کې د دغې ډلې د جنګیالیو او غړو شمېر د څلورو زرو او شپږو زرو ترمنځ اټکل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه