د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د سنګاپور د سټراټېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې وایي، چې له اسلامي امارت سره د تعامل نشتوالی به په افغانستان کې اړو دوړ او تشه رامنځته کړي.
د قطر لومړی وزیر زیاتوي چې له افغانستانه د امریکا متحده ایالتونو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د پرمختګ لپاره روښانه لار نقشه نشته.
محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دغه انستېټیوټ کې وویل:«موږ په کلکه باور لرو چې له طالبانو سره د تعامل نه کول به په هېواد کې لا پراخه ګډوډي او تشه رامنځته کړي، چې له بده مرغه موږ په بېلابېلو وختونو کې لیدلي دي. موږ ټولې غاړې هڅوو چې تعامل ته دوام ورکړي او موږ باور لرو چې له بده مرغه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د پرمختګ لپاره کومه روښانه لار نقشه نه وه.»
د قطر دغه چارواکی زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه باید په لومړي ګام کې په افغانستان کې ټولې غاړې روغې جوړې ته وهڅوي. نوموړی دغه راز د افغانستان پر ننګونو د غور لپاره پر پاشلو هڅو نیوکه کوي.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني زیاته کړه:«موږ له طالبانو سره په تماس کې پاتې شوي یوو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته مو هم د ټولو خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. له طالبانو سره تل تعامل کېده، ان د هغوی د مشرتابه د دفتر له استازو سره. موږ هڅه کړې چې ځينو کوچنيو مسایلو ته پام وکړو، لکه څنګه چې مې یادونه وکړه، د سټراټېژیک لید او د لار نقشې په نشتوالي کې به موږ یوازې کوچنۍ ننګونې حل کړو او لویې ننګونې به د راتلونکي لپاره پاتې شي، چې زما په اند، له بده مرغه خورا خطرناکې به وي.»
له دې سره هممهاله اسلامي امارت د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل د دواړو په ګټه ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي طلوعنیوز ته وویل:«د سیمې هېوادونه او ګاونډي هېوادونه هم باید متوازنه سیاست چې پر متقابل درناوي متکي وي مخه کړي او دا څرګنده ده چې اسلامي امارت له ټولو لورو سره ښې اړیکې او نېک تعامل غواړي.»
بلخوا، د سیاسي چارو ځيني شنوونکي له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل نه کولو لامل د اسلامي امارت له لوري د نړۍ د غوښتنو نه منل ګڼي.
د سیاسي چارو شنوونکی هېواد ځاځی وايي:«د نړۍ غوښتنې تراوسه پوره شوې نه دي او هغه موخه چې هغوی له اسلامي امارته یې غواړي او هغه تمه چې په راتلونکي کې یې له افغانستانه لري، هغې ته نه دي رسېدلي.»
له اسلامي امارت سره د تعامل مسئله په داسې حال کې راپورته کېږي، چې نړۍ تل په افغانستان کې د بشري حقونو د مسایلو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
په دې اړه مو اندونه