Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: د کړنلارې تر چمتو کېدو په بند امیر کې د ښځو د حضور مخنیوی دې وشي

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي په بامیان کې په یوې ولسي غونډه کې، له ټولو دیني عالمانو او امنیتي ارګانونو غوښتي چې د بند امر ملي پارک ته د ښځو د تګ مخنیوی وکړي.

ښاغلی حنفي د دغې پرېکړې علت، د ښځو له خوا د حجاب نه مراعاتول بللي او زیاته کړې یې ده چې د یوې کړنلارې تر چمتو کولو به دغه پارک ته باید د ښځو د تګ مخه ونیول شي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست زیاتوي چې سیاحت ته تلل فرض و اجب نه دي.

محمد خالد حنفي په دغې غونډه کې وویل:«مېرمنې او زموږ خویندې بند امیر ته نه‌شي تلای، تر هغې چې اصول ورته جوړ کړو. امنیتي ځواکونه، مشران او محتسبان همکاري او اقدام وکړي. سیاحت نه فرض دی او نه واجب.»

خو بامیان کې یو شمېر دیني عالمان بیا وایي چې دغې ښځې له بامیان څخه بهر دغه پارک ته راځي او باید حکومت خپله په دې برخه کې لاس په کار شي.

د بامیان د شیعه عالمانو شورا رییس سید نصرالله واعظي وویل:«د حجاب د نشوالي او بد حجابۍ شکایت کېږي. دوی بامیانۍ نه دي. له نورو ځایونو، له نورو ولایتونو یا هم له بهره دلته راځي. هیله لرم چې د دې ټولو پړه بامیان او بامیانیانو ته متوجه نه‌شي.»

د بامیان دیني عالم بامیان محمد آصف برهان وايي:«د اسلام دښمن جرات پیدا کړی او بالاخره خپله توره ګوته زما او ستا (ملا) پر ټنډه اېږدي.»

د بند امیر ملي پارک، په بامیان کې د سیلانۍ له مهمو ځایونو شمېرل کېږي چې په ۲۰۰۹ کال کې په هېواد کې د ملي پارک په توګه ونومول شو او وروسته له هغه هر کال زرګونه سیلانیان چې ښځې هم په کې شاملې دي، له دې پارک څخه لیدنه کوي او د تفریح لپاره ورځي.

شریک یي کړئ