په پاکستان کې د بریتانیې سفیرې جین ماریوټ په دې وروستیو کې له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې او د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیت لري.
مېرمن ماریوټ ویلي دي کهچېرې په افغانستان کې د دغو ډلو مخه ونه نیول شي، ښایي د پاکستان او نړۍ لپاره پر ګواښ بدلې شي.
جین ماریوټ ویلي:«د پاکستان پوځ د پولې له هغې غاړې یعنې افغانستانه د ترهګرو بریدونو د مخنیوي لپاره د نړۍ او دغه راز د پاکستان د امنیت د ټینګښت لپاره له بېلابېلو لارو درنه بیه پرې کوي. پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو د راتګ د مخنیوي لپاره ګڼ امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، څو له افغانستان سره د ګډې پولې له لارې د ترهګرو مخه ونیسي.»
بل پلو، د نظامي چارو ځيني شنوونکي په افغانستان کې د ترهګرو د حضور په تړاو د برېټانیا د سفیر د ادعا په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د نظامي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی څرګندوي:«په افغانستان کې په پرېکنده توګه ترهګر نشته. نو موږ له پاکستانه پوښتنه کوو، د دې سربېره چې ځان ته پياوړې اردو وایاست؛ نو ولې د افغانستان له خاورې ستاسو خاور ته داخلېږي.»
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د دغې ادعا په غبرګون کې وایي، چې په هېواد کې هېڅ ترهګره ډله نشته او د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار وانهخیستل شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«په افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت دی. هېڅ ډول ډله او بې ثباتي نشته چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه زیانمن کړي. همدارنګه هغه ادعاګانې او څرګندونې چې کېږي اساس او بنسټ نهلري.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ځلونو پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور نیوکه کړې او د دغو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه