اسلامي امارت، د افغانستان له خاورې د داعش د ګواښونو په هکله د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د وروستۍ غونډې د ځينو ګډون کوونکو اندېښنه بېځایه بللې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په هېواد کې د داعش په ګډون د شلو ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو څرګندونې پروپاګند او بې بنسټه ګڼي او زیاتوي، چې له اسنادو او شواهدو پرته دغه څرګندونې د دغه سازمان حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د اسلامي امارت ویاند په خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تبلیغات داعش ډلې ته روحیه ورکوي او په سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د خبرو اترو او ډیالوګ لار ګټوره ده او اسلامي امارت پر ښو اړیکو او تعامل باندې باور لري او په دې برخه کې کومه ستونزه شتون نهلري.»
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو او نورو اړخونو له خوا پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه او د شتمنیو کنګل کول په افغانستان کې د بشري وضعیت اصلي لامل دی او سرپرست حکومت په سیمه کې د ثبات لپاره د دې وضعیت د بدلون غوښتونکی دی.
د سیاسي چارو شنوونکی ضیاالحق مدني څرګندوي:«هر هغه ستونزه چې نړۍوال يې په افغانستان کې لري، نو باید ټولې خپلې اندېښنې له ډیپلوماټیکو لارو څخه حل کړي، ځکه ستونزې پر ادعاګانو نه حل کېږي.»
د نظامي چارو شنوونکي کامران امان وویل:«د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې یوه ولیشت خاوره هم د ترهګرو ډلو په لاس کې نشته او داعشیان سخت وځپل شول او دا څرګندونې د اوسني حکومت پر ضد منفي تبلیغات او پروپاګند دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه چې په نړۍ کې د داعش د ګواښونو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي، د طالبانو او نړیوالو اهدافو پر وړاندې د داعش د خراسان څانګې د بریدونو په پېچلي کېدو سره، په افغانستان کې د دې ډلې وړتیا لوړه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه