کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار او ځينو مهمو ځایونو کې څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې لګولې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې په هېواد کې د امنیتي تدابیرو د ډېرېدو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې د امنیتي کمرو د لګولو پر کړنلارې کار روان دی.
د کابل ښار سربېره دغه کمرې په ځينو ښارونو، هوايي ډګرونو او د هېواد په سټراټېزیکو سیمو کې لګول شوې دي. ډېری دغه کمرې په پټه توګه ځای پر ځای شوې دي.
عبدالمتین قانع په دې هکله وویل:«همدا اوس په کابل ښار او په ټولو مهمو ځایونو کې ظاهراً څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې لګول شوې دي چې ښايي ډېرې پټې کمرې وي. دغه کمرې په مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې دي.»
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د امنیتي کمرو نصبېدل به په ښارونو کې د جنایي جرمونو کچه هم راټيټه کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«امنیتي سروې روانه ده. هر وخت کې کړنلاره او امنیتي سروې بشپړه شي، بودیجه تصویبېږي او په ټولو ولایتونو کې کمرې لګول کېږي.»
بلخوا، د ځينو رسنیو د راپورونو له مخې، ویل کېږي، چې په کابل ښار کې د هېوادوالو د امنیت د ټينګښت لپاره تر شپېته زرو ډېرې امنیتي کمرې نصب شوي دي او دغه بهیر لاهم دوام لري.
خو د نظامي چارو ځينې شوونکي وایي، چې دغه کمرې به هغه مهال ګټورې وي، چې د سرپرست حکومت له لوري نصب شي، نه د هېوادوالو له لوري. دوی ټینګار کوي، چې دغه کمرې په هېواد کې جنایي پېښو مخه نه شي نیولای.
د نظامي چارو شنوونکی یوسف امین ځاځی څرګندوي:«جرم ترسره کېږي، وروسته پېژندل کېږي او نیول کېږي. موږ باید د جرم مخه له ترسره کېدو مخکې ونیسو.»
بل پلو، یو شمېر هېوادوال هم د دغه بهیر هرکلی کوي.
د کابل اوسېدونکی حسام الدین وايي:«ډېر رامنځته کېږي، خو اوس غلا او وژنې ډېرې کمې شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هېوادوالو د هېواد په کچه د جنایي جرمونو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه او د اسلامي امارت له لوري یې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو غوښتنه کړې وه.