Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اعتماد جوړونې لپاره د رییس‌الوزرا د دفتر له رییس سره د سکاټ سمېټ لید کاته

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې د یوناما سیاسي استازي سکاټ سمېټ د ریاست الوزرا د دفتر له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د نړۍوالې تولڼې د اوږو بار نه دی.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي په دغې لیدنه کې چې تر ډېره په هېواد کې ننګونو ته متمرکزه وه. د اسلامي امارت، امریکا او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د باور جوړونې او د اړیکو د پراختیا د زمینې پر برابرولو یې ټينګار کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«ښاغلي سمېټ همدارنګه وویل چې د اسلامي امارت او د امریکا په ګډون د نړۍ‌والې ټولنې ترمنځ د اعتماد جوړونې په موخه خبرې او تفاهم دوام پيدا کړي چې سالمو او مثبتو اړیکو ته زمینه برابره شي.»

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، په دې کتنه کې د ریاست الوزرا د دفتر رییس ویلي، اسلامي امارت چمتو دی چې له نړۍ سره تعامل وکړي.

بل پلو، د سیاسي چارو ځیني شنوونکي له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د مثبتو اړیکو لرل، د دواړو لورو په ګټه بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی حسن حقیار طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان د نړۍ او نړۍ د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري. دواړه لوري باید نرمښت خپل کړي او د یو بل منطقي غوښتنې ومني چې پایلې ته سره ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنوونکی توریالی همت هم څرګندوي:«هر ډول جلا او نا مناسبه اړیکه په تاوان ده. هر ډول ستونزې چې وي، په لاس سره وازېږي، په خوله نه وازېږي او د یوناما دنده دا ده چې د سازمانونو او هېوادونو ترمنځ اختلافونه حل کړي.» 

دا په داسې حال ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه