Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو کار او زده‌کړې؛ له ا.ا سره د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د بحث چورلیز

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې د علماوو یو پلاوی د دغه سازمان د غړو هېوادونو د اندېښنو د شریکولو لپاره کابل ته راغلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان په اعلامیه کې راغلي چې له اسلامي امارت سره د دیني عالمانو د پلاوي د خبرو اترو چورلیز د اسلام له نظره پر اعتدال، او د ښځو پر کار او زده‌کړو خبرې اترې به وي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«د دغه پلاوی سفر د اسلامي همکاریو د سازمان د دارالانشا د اجرایوي کمېټې او د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړه لیکونو په تعقیب ترسره کېږي، چې د اسلامي همکاريو د سازمان له سرمنشي یې وغوښتل چې د اسلامي فقهې د نړۍوالې اکاډمۍ او د اسلامي نړۍ د نورو اړوندو ديني بنسټونو په مشرۍ د ديني عالمان يو پلاوى ولېږي، څو په اسلام کې د زغم او اعتدال، د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په څېر د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وکړي.»

بل خوا دغو دیني عالمانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ډاډ ورکړی چې اسلامي نړۍ په افغانستان کې د ټيکاو غوښتونکې ده. په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر هم یوځل بیا له نړۍ سره د اسلامي امارت پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.
 
د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د مطبوعاتو او تشریفاتو عمومي رییس محمد حسن حقیار وویل:«یاد شوي پلاوي اسلامي امارت ته مشوره ورکړه چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ او په دولتي ادارو کې د ښځو د کار او په ټولو برخو کې د اسلامي نړۍ له تجربو استفاده وکړي.»

بل خوا، د سیاسي چارو شنوونکي کابل ته د اسلامي هېوادونو د عالمانو او ډيپلوماټانو سفر له نړۍ سره د اسلامي امارت د اغېزناکو اړیکو د جوړېدو په برخه کې مهم بولي.
 
د سیاسي چارو شنوونکی ضیاالحق مدني وايي:«اسلامي نړۍ همدارنګه د نجونو د زده‌کړو په برخو کې ځينې اندېښنې لري او ځينې نور مسایل کله د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده کېدو په هکله اندېښنې باید د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکې شي.»

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب په ۱۵مه په کابل کې خپل کار بېرته پېل کړ.

دغه سازمان د افغانستان په ګډون ۵۷ غړي لري.

د سیاسي چارو شنوونکي کابل ته د اسلامي هېوادونو د عالمانو او ډيپلوماټانو سفر له نړۍ سره د اسلامي امارت د اغېزناکو اړیکو د جوړېدو په برخه کې مهم بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه