Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې پر سیاست د ملا عبدالغني برادر ټينګار

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

د اسلامی امارت د ویاند مرستیال پر وینا، ملا عبدالغني برادر په دغې لیدنه کې زیاته کړې چې ایران او د افغانستان ټول ګاونډیان باید له اسلامي امارت سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«محترم ملا صاحب برادر ایراني لوري ته وویل چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه بل چا ته دا حق ورکوي، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، له لسیزو جګړو وروسته په افغانستان کې خپلواک واحد نظام رامنځته شوی او د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په خبره، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ایران سفیر ویلي، ایران لېواله دی چې له افغانستان سره په اقتصادي، کرنیزو او صنعتي برخو او همداراز د اورګاډي پټلۍ په غځولو کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی روزي محمد زابلی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د سیمې او ګاونډ هېوادونه باید د افغانستان په رسمیت پېژندنه کې لومړی اقدام وکړي، ځکه افغانستان د آسیا د زړه هېواد دی او که دا هېواد په رسمیت نه وي پېژندلی، نو نور هېوادونه هم له ستونزو سره مخ کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«د هېوادونو ترمنځ سفارتي اړیکې د همدې لپاره وي، که چېرې د هېوادونو ترمنځ ستونزې راپورته کېږي، نو له همدې ډیپلوماټیکو لارو به ورته د حل لار لټول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څه باندې دوه کال تېرېږي، خو لا تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه