په افغانستان کې د ایران سفیر او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي په دغه هېواد کې پر اعدام محکومو افغانانو دوسیو ته د رسېدنې خبره کوي.
هغه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي هڅه کېږي چې دغو دوسیو ته رسېدنه وشي.
ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر جبري ویستنې، ربړونې او زنداني کولو د نیوکو پر دوام، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې حسن کاظمي قمي، له افغاني لوري سره د هغو افغان کډوالو دوسیو ته چې په اعدام محکوم دي، د رسېدنې په اړه د بحث او خبرو اترو په موخه کابل ته د ایران د قضایې قویې د يوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي:«ښاغلي قمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره ټینګار کړی چې د سفرونو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په معنا دی. هغه په نږدې راتلونکي کې کابل ته د ایران د قضايې قویې د يوه پلاوي د راتګ خبر هم ورکړی چې د قضايي همکاریو او د هغو افغانانو دوسیو ته د رسېدنې په اړه به خبرې اترې وکړي چې په اعدام محکوم دي.»
د کډوالو په چارو کې فعاله آصفه ستانکزۍ هم په دې هکله وايي:«په تهران کې د افغانستان سفارت باید د هغو بندیانو دوسیې چې ټاکل شوي اعدام شي، وڅېړي او د اړتیا په صورت کې د ډپيلوماټانو له لارې له ایراني چارواکو سره سلامشورې وکړي.»
ایران کې د افغانستان سفارت بیا وايي، ایران حکومت تر دې دمه په اعدام د محکومو افغانانو د شمېر او د هغوی د جرم په اړه څه نه دي ویلي.
دغه سفارت خبر ورکوي چې ۴۸۰۰ افغان کډوال د ایران په بندخونو کې دي او زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې ۸۵۰ افغان بندیان هېواد ته رالیږدول شوي دي.
په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني څرګندوي:«د هغو کسانو شمېر چې په ایران کې پر اعدام محکوم دي د هغوی کره شمېر له مو سره نشته او نه د هغوی جرمونه معلوم دي. موږ له ایراني چارواکو غواړو چې پر اعدام د محکومو بندیانو شمېر موږ ته راکړي او د هغوی جرمونه موږ ته څرګند کړي.»
ځينې هغه کډوال چې د کورنۍ غړي یې په بندخونو کې دي، د ایراني نظامي ځواکونو له لوري پر خپلي سرو نیولو د نیوکې ترڅنګ وايي له افغان کډوالو سره باید د نړۍوال میثاق پر بنسټ چلند وشي.
په ایران کې افغان کډوال نوید تاجک وايي:«زموږ د کورنۍ اته غړي شل ورځې مخکې ونیول شول په محکمه کې تر څېړنې وروسته بې ګناه ثابت شول چې د شنبې په ورځ ازادېدل خو له بده مرغه ازاد نه شول.»
عنایت الله الکوزی هم څرګندوي:«د ایران د جمهوري دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ګاونډيتوب حق په پام کې نیولو سره د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ له کډوالو سره چلند وکړي.»
تر دې مخکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو له خبرو اترو خبر ورکړی و.