Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرو دوو میاشتو په لړ کې هېواد ته د تېر حکومت د نږدې ۳۰ غړو راستنېدل

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند وايي چې د روان کال په وروستیو دوه میاشتو کې د ټاکنو کمېسیون د پخواني رییس په ګډون د تېر حکومت نږدې ۳۰ چارواکي، سیاسي او پوځي شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.

احمد الله وثیق زیاتوي چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د فعالیتونو له پېل راهیسې شاوخوا ۷۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي او سلګونو نورو له دغه کمېسیونه د راستنېدو فورمې ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ (سې‌شنبې) د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس یوسف نورستانی هم هېواد ته راستون شو.

 احمد الله وثیق طلوع‌نیوز ته وویل:«په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۳۰ تنه بېرته راستانهشوي او په لنډو وختونو کې یعنې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون پخوانی رییس یوسف نورستانی او په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي بېرته هېواد ته راغلي دي.»

ورته مهال هېواد ته راستانه شوي ځينې سیاسي څېرې په هېواد کې د اړیکو کمېسیون د کارونو پر پراختیا ټینګار کوي.

د برېښنا شرکت پخوانی رییس امان الله غالب څرګندوي:«زما په نظر که پر ځوانانو او هغو کسانو چې مسلکي دي، تمرکز وشي په ځانګړې توګه د بیخ‌بنا، اقتصاد او مالي برخو کې، که‌چېرې راوبلل شي او افغانستان ته راشي، ښه ده؛ ځکه له هغوی اغېزناکه استفاده کېږي.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې د دغو کسانو له راستنېدو وروسته باید سرپرست حکومت دوی ته په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی امان الله هوتکي وايي:«موږ له دغو کدرونو په هېواد کې استفاده وکړو. له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې له تجربه لرونکو کسانو استفاده وکړي او په کار یې وګوماري.»

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند ډاډ ورکوي، ټول هغه کسان چې هېواد ته راستنېږي خوندي دي او د دغه کمېسیون د فعالیت له پېله تراوسه په سلګونو هېواد ته راستانه شویو کسانو ته يې د مصونیت کارتونه وېشلي دي.

شریک یي کړئ