د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د تېر حکومت له دوو چارواکو محمد محقق او کریم خلیلي څخه غوښتي چې خپلو خلکو ته د خدمت لپاره هېواد ته راستانه شي.
ښاغلي حقاني په بامیان ولایت کې په یوې ولسي غونډه کې ویلي چې د تعامل دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې دي او هر کس کولای شي چې په ازاده توګه هېواد ته راستون شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل:«د اهل تشیع هزاره قدرمن ولسونه چې کوم دي، دوی یو بل امتیاز هم لري زه داسې وایم چې د نورو کوم مخور، مشران او سپینږي چې په خارج کې دي لکه استاد محقق صاحب، کریم خلیلي صاحب او د دوی لپاره هم وايي دا هم بد کار دی، خپل قوم، ملت لرئ را دې شي د مشر او سپینږي په صفت په خپل وطن کې دې ژوند وکړي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کوي چې په هېواد کې هېڅ ډول قومي او ژبنی تعصب نشته او اسلامي امارت هم چاته د دې کار اجازه نهورکوي.
حقاني زیاته کړه چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د قومونو ترمنځ یووالی رامنځته شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«موږ او تاسو په خپل تاریخ کې په افغانستان کې مذهبي جنګ نهلرو، کهچېرې مذهبي جنګ وی، تعصب وی؛ دا یوه ښه بېلګه ده چې الحمدالله نن په یوه مېز په یو تالار کې سره جمع کېږو او یو بل ته متقابل احترام لرو.»
د بامیان والي عبدالله سرحدي هم څرګنده کړه:«په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په بامیانو کې هره عقده او اختلاف چې و، د اسلامي امارت له راتګ سره ختم شو.»
تر دې مخکې، سراج الدین حقاني ویلي و، افغانان ټول یوه خوله دي او هیڅ یو قدرت نهشي کولای دوی سره جلا کړي او په ډلو ټپلو یې و وېشي.