Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مهمو غونډو کې د رییس‌الوزرا د نشتوالي په هکله د ا.ا د ویاند ځواب

د اسلامي امارت رییس الوزرا له دوه میاشتي ارام او درملنې وروسته له کندهاره بېرته کابل ته راستون شو؛ خو د هغه له لیدو کاتو او په مهمو غونډو کې د حضور څه څرک نه‌لګېږي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي رییس الوزرا تراوسه ناروغ دی او په استراحت کې دی.

د اسلامي امارت ویاند وویل:«مرستیالان یې خپل فعالیت لري او مرستیالان یې په غونډو کې وینا لرلې ده. بیا هم وایم چې له روغتیايي پلوه استراحت ته اړتیا لري، ښايي په هغو غونډو کې ګډون نه وي کړئ.»

د سر‎پرست حکومت رییس‌الوزرا د چنګاښ په ۲۶مه کابل ته راستون شو او له هغې وروسته، حتا په مهمو غونډو او مراسمو کې لکه د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د دویمې کلیزې په لمانغونډه کې او همدارنګه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په لمانځغونډه کې ونه لیدل شو. 

بلخوا، د سیاسي چارو ځيني شنوونکي، په غونډو او د هېوادونو له استازو سره په لیدو کاتو کې د رییس الوزرا حضور مهم او ارزښتناک ګڼي.

 د سیاسي چارو شنوونکی واحد فقیري په دې هکله وايي:«په ټوله نړۍ کې کله چې غونډه جوړېږي، مشران یې له غونډې وروسته یوه خبري غونډه جوړوي او د غونډې جزییات شریکوي او دا د دې لامل کېږي چې د حکومت او ملت ترمنځ واټن کم شي او یو روڼتیا رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملا محمد حسن اخند د ناروغۍ له امله، د اسلامي امارت د مشر د یوه فرمان له مخې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه وټاکل شو.

شریک یي کړئ