Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د معلولانو، یتیمانو او ګونډو د معاشونو د ورکړې لپاره د حکومت د هڅو دوام

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت وايي چې په هېواد کې د معلولانو، یتیمانو او کونډو د تصفيې کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي دی.

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش زیاتوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې يې شاوخوا ۴۰۰ زره معلولانو، یتیمانو او کونډو ته تنخواګانې ورکړې دي.

فیصل خاموش طلوع‌نیوز ته وویل:«په ټول هېواد کې معلولانو، یتیمانو او کونډو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو د حقوقو لړۍ پېل شوې، چې تر دې مهاله  شاوخوا ۴ لکه معلولانو، یتیمانو او کونډو ته حقوق ورکړل شوي او دا لړۍ دوام لري.»

ورته مهال ځينې معلولان، یتیمان او کونډې وايي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له شهیدانو او معلولانو چارو وزارته غواړي، چې حقوق يې پر وخت ورکړي.

 معلول میر برکت الله میرخېل وايي:«زموږ د تېر کال او سږ کال د شپږو میاشتو حقوق پاتې دي، چې له امله يې معلولان له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت څخه غواړو، چې زموږ معاشونه په خپل وخت راکړي.»

بل معلول اسدالله امرخېل هم څرګندوي:«موږ له وزارته غواړو چې د معلولانو، یتیمانو او کونډو د معاشونو په ورکړه کې دقت وکړي، ځکه معلولان ډېر بې وزله قشر دی او حکومت باید ورته لا ډېره پاملرنه وکړي.»

بل خوا د معلولانو، یتیمانو او کونډو د کورنۍ غړي د خپلو تنخواګانو د ورکړې پر روڼتیا او ښه مدیریت ټینګار کوي.

د معلول کورنۍ غړې زرغونه یعقوبي وايي:«وزارت باید د معلولانو، یتیمانو او کونډو تصفیه په سم ډول وکړي او په دې برخه کې باید درغلي موجوده نه‌وي او د هغه کورنۍ په اړه باید معلومات ترلاسه شي چې دا معلول دی او که نه.»

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې څه باندې ۶۳۸ زره معلولان، یتیمان او کونډې ثبت شوي، چې له دې منځه څه باندې ۱۸۰ زره معلولان، نږدې ۴۰۰ زره یتیمان او څه د پاسه ۸۷ زره کونډې دي.

شریک یي کړئ