Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې ځایي چارواکي: د تورخم دروازې د پرانیستو لپاره خبرې شوي

د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو پر مخ د تورخم د لارې له تړل کېدو وروسته، د ننګرهار ځينې ځايي چارواکو د تورخم دروازې د پرانیستو په هکله له ځينې پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو، خبر ورکوي.

تورخم کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مدیر عرفات مهاجر وايي:«د یکشنبې په ورځ باندې د افغان او پاکستاني مسوولینو ترمنځ د تورخم د دروازې د خلاصون لپاره خبرې اترې وشوي ترڅو هر څه ژر دغه لار خلاصه شي.»

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب هم څرګندوي:«یو ځل بیا پر پاکستاني چارواکو غږ کوو، چې د تورخم دروازه دې د عامو خلکو، ناروغانو او سوداګرو پر مخ خلاصه کړي.»

بلخوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي، چې د دې لارې تړل او د اسلامي امارت پر ځواکونو د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ډزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام دی.

له دې سره سم د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د دې پېښې په تړاو وايي، چې د پاکستان دغه اقدام د توجیه وړ نه دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي:«په کار ده چې دواړه لوري د سیمې د تجارت، ټرانزیټ او اقتصاد د بهبود په خاطر دغو ستونزو ته د مفاهمې له لارې حل‌لارې ولټوي او اجازه ورنه‌کړي چې سیاسي، اقتصاد، تجارت او د وګړو ازاد تګ راتګ زیانمن کړي.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي چې پاکستان باید د افغانستان په اړه له دوه مخي سیاسته لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنوونکي محمد سنګر امیرزاده وویل:«پاکستان غواړي، چې په یو ډول باندې په اسلامي امارت فشار راوړي، ځکه د تورخم دروازه موږ ته ډېر اهمیت لري او په دې لار زرګونه افغانان تګ راتګ کوي.»

د تورخم دروازه د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرې چهارشنبې په ورځ له نښتې وروسته وتړل شوه، چې دغه لار له تېرو پنځه ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه