په تورخم کې د افغانستان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته، په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له بد او ناوړه چلنده شکایت لري.
په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د دغه هېواد د پولیسو له لوري پر خپلسرو نیونو او ځورونو له نیوکې سره وايي چې د پاکستان پولیسو په کراچۍ ښار کې څه باندې ۱۰۰ تنه افغانان بېګناه نیولي، ځورولي او ربړولي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد رووف وايي:«ډېرې درنې جریمې یې کېښودې او په بېلابېلو پلمو یې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې اقدام کړی او دغه ستره اندېښنه یې نن او پرون رامنځته کړې ده.»
پاکستان کې افغان کډوال فیض الله ترک وویل:«موږ شاهد وو چې تېره ورځ د پاکستان پولیسو څه باندې سل تنه ونیول او دا بهیر دوام لري.»
اخوا، د پاکستان کورنیو چارو وزارت خبر داری ورکړی چې ناقانونه کډوال به له خپل هېواده وباسي او ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته ستنولو طرحه به خامخا عملي کوي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي وايي:«موږ یوه طرحه جوړه کړې، چې د پاکستان د سټراټيژیکو ځواکونو ادارې له لوري هم تایید شوې ده. د دغې طرحې پر بنسټ، چې په پاکستان کې څومره ناقانونه کډوال مېشت دي، که د هر هېواد اوسېدونکي وي، خبرداری ورکړ شوی چې خپلو هېوادونو ته به بېرته واستول شي. خو د قانوني اسنادو درلودونکي کډوال د بل هر هېواد په څېر دلته اوسېدی شي.»
سرفراز بوګتي بیا وايي، د پاکستاني طالبانو د تحریک ډلې غړي چې له افغانستانه پاکستان ته ور اوړي که افغانان وي او که نه خو ترهګر دي او پاکستان یې د بریدونو ځواب وايي.
هغه زیاتوي:«د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي چې له افغانستانه پاکستان ته را اوړي، که افغانان پهکې شامل وي او که نه، موږ یې پروا نهلرو. هره ډله چې پر موږ برید کوي، موږ ته ترهګریزه ډله ده او خامخا به یې د بریدونو ځواب وايوو.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا د افغان پناه غوښتونکو له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان غواړي چې د کډوالو نړۍوالو حقونو ته پام وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«له ټولو کوربه هېوادونو غواړو چې له افغانانو سره انساني چلند ولري، او هغه حقوق چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ ورکړل شوي، هغوی ته یې ورکړي.»
د کدوالو په چارو کې فعاله بهیجه سادات هم څرګندوي:«پاکستان له افغان کډوالو د سیاسي او اقتصادي اوزارو په توګه استفاده کوي. نو د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره، اړینه ده چې د افغانستان اوسنی دولت له کوربه دولت او نړۍوالې ټولنې سره خبرې اترې پېل کړي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې نږدې درې مېلیونه افغان کډوال، په ایران کې هم شاوخوا درې مېلیونه افغان کډوال او په نورو هېوادونو کې شاوخوا یو مېلیون افغان کډوال مېشت دي.