د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په سټيمسون فکري مرکز کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش بریدونه کم شوي او د روان زیږدیز کال له پېله تراوسه په دغه هېواد کې د داعش ډلې ۸ قومندانان وژل شوي دي.
ښاغلي وېسټ په دغې وینا کې د داعش پر ضد د سرپرست حکومت مبارزې جدي بللي؛ خو په سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک شتون یو ګواښ بللی دی.
توماس وېسټ وویل:«طالبان په افغانستان کې پر دغې ډلې یرغلیز بریدونه کوي، چې دغو بریدونو د داعش د خراسان څانګې پیاوړتیا د پام وړ راکمه کړې ده. موږ اوس هم د دغې ډلې د فعالیتونو په تړاو اندېښنه لرو خو د هغوی د ځواک او فعالیت د راکمولو په برخه کې د طالبانو هڅې بریالۍ او اغېزناکې دي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همدارنګه په هېواد کې دایمي ثبات ته د رسېدو لپاره ملي خبرې اترې مهمې وبللې.
هغه په دې هکله وویل:«موږ باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او مذاکرې پېل ته لومړیتوب ورکړو، افغانان د بهرنیانو له لاسوهنې پرته کولای شي چې خپلې اړیکې مدیریت کړي، موږ هیله من وو چې دغه بهیر په افغانستان کې د امریکا له لاسوهنې پرته د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدو لامل شي، زه فکر کوم که د طالبانو په ګډون ټول افغانان دا ګام پورته کړي، له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره به هم د افغانستان اړیکې ښې شي.»
توماس وېسټ د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي اوس هم د سیمې لپاره یو ګواښ دی.
خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نهلري او افغان خاوره به د ګاونډیانو په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
د اسلامي د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«هغه ډلې او عناصر چې ویجاړونکي وي، په افغان خاوره کې شتون نهلری او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کوم زیان متوجه نهدی. هغه ډلې چې هغوی یې یادوي، په نورو هېوادونو کې دي.»
توماس وېسټ همدارنګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو ویلي، ټولو هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې دخیل وو لازمه ده ترڅو هغه څه چې یې سم یا هم ناسم کړي دي، وڅېړي.