Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د اطلاعاتو وزیر: ا.ا ترهګرۍ سره مبارزه کې له موږ سره ښه همکاري لرلې

د ایران د اطلاعاتو وزیر سید اسماعیل خطیب ویلي چې اسلامي امارت له ایران سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښې همکارۍ لرلې دي.

د ایران د اطلاعاتو د وزیر په وینا، داعش له سوریې او ترکیې د افغانستان شمال ته تللي دي.

سید اسماعیل خطیب ویلي:«له دې وروسته کله چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، انصافاً له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له موږ سره ښه همکاري لرلې. ښايي داسې ټکی دی چې د لومړي ځل لپاره ویل کېږي؛ خو داعش ډله له سوریې او ترکیې د افغانستان شمال ته سوق شوې ده. هغه ځای چې غرنۍ سیمې دي او هلته دولتونه کم لاسرسی لري.»

بلخوا د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد اصف د اېکس په خواله رسنۍ کې ادعا کړې چې ترهګر له ناروغو افغانانو سره پاکستان ته راننوځي. هغه له اسلامي امارته غوښتي چې د پاکستان امنیت دې تضمین کړي.

پاکستان کې خبریال طاهر خان وايي:«ځينې وختونه پاکستاني وزیران او چارواکي دا ډول بیانیې کوي او دا ډول ادعاګانې مسوولیت لري او دا ډول نظرونه به د چارواکو له خوا به دوام ولري؛ خو د دواړو هېوادونو پر اړیکو به اغېزې هم ولري.»

خو د اسلامي امارت ویاند بیا په هېواد کې د داعش ډلې د حضور موضوع ته په غبرګون کې وايي، دغه ډله په افغانستان کې ځپل شوې او په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو لاس لرل هم ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پخواني دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي:«ناروغ په بد وضعیت کې وي او تل یو پایواز له خان سره لري، بیا څنګه هلته وخت پيدا کوي، چې په بریدونو لاس پورې کړي. هغه قومانده له کومه کوي؟ تجهیزات له کومه کوي؟ پټن‌ځای په کوم ځای کې دی؟ د روغتون له منځه کوم برید شوی؟ دا حیرانوونکې ده او موږ دغه دریځ ردوو.»

له دې سره سم، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه برېټانیوي لیکوال له قوله په یوه راپور کې لیکل شوي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته القاعده ډلې ته پناه ورکړې او هر ډول بهرني عملیات یې ځپلي خو د داعش پر خراسان څانګه یې، خپل حکومت د ګواښ پېښېدو له امله بریدونه کړي دي.

ښاغلی مجاهد وايي:«شل کاله چې دلته جګړه وه، د دوی لپاره زمینه نه‌وه چې دلته وي یا د عملیاتو پلان جوړونه وکړي. له دې وروسته کله چې اسلامي امارت واکمن شو، دا ګواښه هېڅ شتون نه‌لري او هغوی دلته نشته او حضور نه‌لري چې عملیاتو ته اړتیا رامنځته شي.»

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې طالبانو د دوحې هوکړې پر بنسټ، له داعش سره د مبارزې او د القاعده ډلې له لوري د امریکا او متحدینو امنیت ته د ګواښ پېښولو په موخه له افغان خاورې د کارونې د مخنیوي پر ژمنو عمل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه