زده کړې له ټولو لوړې په نوم یوه نړۍوال بنسټ ویلي چې د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې دی چې تر ټولو ناوړه ښوونیز وضعیت کې دي.
په جګړه او ناامنۍ کې د زدهکړو د ساتنې پروګرام اجرايي مدیرې ملیحه مالک په دغه بنسټ کې ویلي چې په افغانستان کې زدهکړو د حکومت او ګوندونو له خوا زیان لیدلی دی.
ملیحه مالک وايي:«د افغانستان په ګډون ځينې هېوادونه شته چې په دغه نوملړ کې یې نومونه ځای پر ځای شوي. په افغانستان کې پر زده کړو له هر خوا برید شوی چې دولتي او نادولتي لوبغاړي پهکې شامل دي او دغې چارې په دوامداره توګه د زده کړو بهیر زیانمن کړی دی. په افغانستان کې پر زده کړو نويو محدودیتونو اوس هم ستونزې پیدا کړي.»
اخوا، بیا اسلامي امارت وايي په افغانستان کې د زدهکړو موضوع ته ژمن دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت نهدي ویلي چې زدهکړو ته یې نهپرېږدو؛ بلکې تر یوې مودې ځنډولي دي
چې پر دغه بهیر کار روان دی.»
د ښوونیزو مرکزونو د ټولنې رییس سنجر خالد طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې پوهنتون او ښوونځي ته ورته اجازه ورنهکړل شي، د حکومت په وینا، شرایط یې مناسب نهدي، ښوونیز او تحصیلي مرکزونه چې اوس رامنځته شوي ډک دې کړي.»
یو شمېر نجونې زده کوونکې یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
زده کوونکې فاطمه وايي:«له یوه ځایه د ښځينه طبقي په پام کې نهنیول، د ټولنې له ورستېدو پرته بله پایله نهلري او کولای شي چې یو پرمختللی کلتور د لهمنځه تلو په لور بوځي.»
که څه هم اسلامي امارت په کراتو ویلي چې د نجونو له زدهکړو انکار نهکوي خو بیا هم څه باندې دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې، ښوونځيو ته له تګ محرومې دي.