د برېټانیا د دیني عالمانو د پلاوي یو غړی وايي چې د اسلامي امارت چارواکو نجونې په بشپړه توګه له زدهکړو منع کړې نهدي بلکې هغوی «د سکولار او لېبرال» زدهکړې د لنډې مودې لپاره ځنډولي دي.
حمید محمود زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د لیدنې پرمهال ورته ویلي چې په افغانستان کې نجونې لا هم د زدهکړو لپاره بدیلې لارې لري.
ښاغلي محمود په دې هکله وویل:«په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو په بشپړ ډول محدودیت نشته او دا یوازې په سکولار او لېبرال زدهکړو د لنډمهال لپاره محدودیت لګېدلی دی.»
دغه برېټانوی دیني عالم همداراز زیاتوي، چې نجونې له ۱۰ کلنۍ تر ۱۱ کلنۍ پورې ابتدايي ښوونځیو ته تللی شي او په منځنیو ښوونځیو کې د زدهکړو له دوام منع دي.
شېخ حمید محمود زیاتوي:«اوسمهال په افغانستان کې ټولې نجونې کولای شي چې تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې وکړي، په دغه هېواد کې نجونې له زدهکړو په ځانګړې توګه له ابتدايي زدهکړو منع شوې نه دي.»
برېټانوی دیني عالم شېخ حطام الهداد وايي:«موږ باید هڅه وکړو چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لېرې کړو، ځکه د بندیزونو ختمول د بېلابېلو دلایلو له مخې خورا مهم دي. همدارنګه موږ باید هڅه وکړو چې له افغان حکومت سره ښه تعامل ولرو.»
ورته مهال یو شمېر زدهکوونکې او زدهکړیالانې یو ځل بیا له سرپرست حکومت غواړي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. ځیني دغه نجونې وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو له امله له رواني ستونزو سره مخ شوې دي.
زدهکوونکې مریم نوري وايي:«اسلامي امارت باید د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي ترڅو د خپلې ښې راتلونکې او هېواد لپاره کار وکړي.»
زدهکړیاله مدیحه یوسفزۍ هم څرګندوي:«موږ ته هم باید د کار او زدهکړو اجازه راکړل شي، ځکه څه باندې دوه کاله کېږي، چې موږ له زدهکړو محرومې یوو.»
د پوهنتونو استاد جاوېد مومند وویل:«هغه محدود کسان چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو خلاصون سره مخالف دي، دوی باید ورسره کېني او د دې ستونزې حل لپاره ورسره خبرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې ۷۳۰ ورځې کېږي چې ښوونځي تړلي دي او همدارنګه څه کم نهه میاشتې کېږي، چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي، هغه موضوع چې اسلامي امارت تل ویلي دا ستونزه دایمي نه ده او د حل لپاره يې هڅې کوي.
په دې اړه مو اندونه