په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز له دوه کلنۍ سره هممهاله، د بنښنې نړۍوال سازمان له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ دې د منځنۍ دورې ښوونځي او لېسې ژر تر ژره پرانیزي.
دغه سازمان په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز د هغوی د راتلوونکي لپاره یو جدي ګواښ بللی او ویلي یې دي چې د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم د نجونو پر مخ متوسطې او لېسې پرانیستل شوې نهدي.
نن دوشنبې (د وږي ۲۷مه) دوه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې نجونې له زدهکړو محرومې دي.
له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش، یوځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړلو پاتې کېدو اندېښنه ښودلې او د نجونو پرمخ د زدهکړو د دروازو د پرانیستو غوښتنه یې کړې ده.
د ښاغلي ګوترش په وینا دغه بندیز د بشري حقونو د «نقض» د توجیه وړ نه دی او د افغانستان لپاره اوږد مهاله زیانونه لري.
اسلامي امارت له نن څخه دوه کاله مخکې اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر «امر ثاني » پورې ځنډول شوي.
تېره ورځ د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي چې اسلامي امارت د عصري علومو خلاف نه دی بلکې د زدهکړو او پوهنتونونو په برخو کې د ظرفیت لوړولو غوره ګام اخیستو ته ژمن دی.
هغه په غور ولایت کې یوې غوڼډې ته په وینا کې زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د پوهنتونونو او دیني مدرسو ترمنځ خورا زیات واټن رامنځته شوی او اسلامي امارت د دغه واټن د لهمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
اسلامي امارت په دغو دوو کلونو کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستو لپاره د یوې تګلارې پر جوړولو ټينګار کړی؛ خو تراوسه دغه تګلاره خپره شوې نه ده.