د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل وايي چې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې په پاکستان کې څه باندې ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.
عبدالجبار تخاري ویلي چې د نیول شویو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي او ډېری دغه کسان له سند ایالته نیول شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد د لنډمهالي لومړي وزیر له څرګندونو وروسته، اوس یو شمېر افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیونو له زیاتېدو خبر ورکوي.
عبدالجبار تخاري په وینا، هغه ۲۰۰ افغان کډوال چې په دې وروستیو کې نیول شوي وو د اسلامي امارت د کونسلګرۍ د هڅو له امله بېرته خوشې شوي خو د نیولو دغه بهیر اوس هم دوام لري.
عبدالجبار تخاري طلوعنیوز ته وویل:«نیونې لا هم دوام لري او هغه کسان چې اسناد هم لري نیولي او بندیان کړي یې دي. ځينې افغانان چې اسناد لري د پیسو په بدل کې خوشې کوي.»
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میر احمد رووف وايي:«په دې کې هېڅ شک نشته چې اوس له کراچۍ، کوټې، چټرال، پېښور او په ټولو برخو کې نیسي. اوس اسلام اباد هم په دغو نیونو کې شامل شوی دی. «ډي اولس» ته راغلل او ښځينه او نرینه پولیسو سره یې یرغل وکړ او د مېوې مارکېټ په سیمه کې یې ځينې خلک ونیول.»
له دې سره سم، اسلامي امارت له پاکستانه غواړي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«له پاکستانه غواړو چې له کډوالو سره نورمال چلند ولري؛ ځکه پاکستان او افغانستان ډېر مشترکات لري، تګ او راتګ ډېر دی او حتا د ډیورنډ کرښې تهڅېرمه خپلوۍ لرو چې د هغوی تعامل باید له کډوالو سره نېک وي.»
پاکستان کې خبریال طاهر خان هم څرګندوي:«دا مسئله جدي خبرې اترې غواړي او زما په نظر په دغې مسئله کې د افغانستان د مرکزي حکومت رول ډېر مهم دی چې هغوی پاکستان ته سفر وکړي او پیدا کړي چې دغه موضوع څه ډول رامنځته شوې او څه ډول باید حل شي.»
له دې مخکې هم افغان کډوالو په پاکستان کې د پاکستاني نظاميانو له ناسم چلنده شکایت لرلی دی.