ځينې مسافر او د بار وړونکو موټر چلوونکي په تېرو دوو ورځو کې د کابل - جلال اباد د لویې لارې له تړلو پاتې کېدو شکایت لري.
د کابل - جلال اباد لویه لار تېره ورځ (یکشنبې) د کابل دروازې په څو کیلو مټرۍ کې د غره د یوې برخې د ښویېدنې له امله تړل شوې او ځينې مسافر له نورو مسافرو غواړي چې د پېښې په دواړو لورو کې ګڼ شمېر مسافر ګیر پاټې دي.
د جلال اباد اوسېدونکی علاوالدین په دې هکله وویل:«مسافرو ته دا ډېره ستونزمنه، دلته جنازه ده، دلته ناروغ دی او مسافر دي. د خلکو ستونزې زیاتې دي.»
د جلال بل اباد اوسېدونکی عثمان هم وايي:«د هغوی په منځ کې مړي دي، ناروغان دي او ټپيان هم شته. دغې لار هر ډول خلک تګ را تګ کوي او تر ټولو غټه ستونزه یې دا ده چې دغه غر ښویېدنه لري او خلکو ته یې یوه ستره ستونزه رامنځه کړې ده.»
د هر ساعت په تېرېدو سره له دغه غره نه د ډبرو د ټوټو راښوېدل د دې لارې پرانیستل له ستونزو سره مخ کوي.
د باروړونکي موټر چلوونکي ګلاخان په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په دې لاره کې ټېلري نهشي کولای چې ولاړه شي یا چپه کېږي او یا هم خرابېږي. موږ د لسو یا پنځلسو لکو سبزي بار کړې ده، کهچېرې موږ دلته یوه او یا هم دوه شپې ودرېږو، زموږ څېښتن کرایه نهراکوي.»
خو دفاع وزارت وایي، چې دغه لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې ده؛ خو د مسافرو د تګ راتګ لپاره یې یوه بله لنډمهالې لار جوړه کړې ده.
د دفاع وزارت د ساختماني کنډک استازی نصرت الله په دې هکله وویل:«کابو یو کیلو مټره سړک دی چې موږ لار پرانیستله. نوی سړک مو جوړ کړ. دلته ماشنیري فعاله ده.»
بلخوا، د ټولګټو وزارت ویاند په یوه ویډیويي کلپ کې له هېوادوالو غوښتي، چې د کابل- جلال اباد د لویې لارې د تړل کېدو له امله دې د لارې تر پرانیستل کېدو پورې د لته بند او یا هم د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ له بدیلې لارې تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې د سالنګ لویه لار هم د ترمیم کارۍ له امله تړل شوې ده، چې د هېوادوالو په تېره بیا، د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو ستونزې یې زیاتې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه