Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کربي: امریکا د ا.ا د رسمیت پېژندلو لپاره کوم پروګرام نه‌لري

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره کوم پروګرام تر لاس لاندې نه‌لري.

جان کربي زیاتوي، اسلامي امارت باید پر خپلو هغو ژمنو چې نړیوالې ټولنې سره يې د حکومتوالۍ او په ځانګړي توګه د ښځو په هکله کړي عملي کړي.

جان کربي ویلي:«موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو او نه په هغه کچه کې یوو چې دا اقدام ترسره کړو. که‌چېرې طالبان غواړي مشروعیت ترلاسه کړي، نو اړتیا ده په قانوني توګه له نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي. طالبان په افغانستان کې د حکومتوالۍ او له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي. هغوی نه یوازې په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی، بلکې د هغو خلاف لار یې خپله کړې ده.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند په خبره، القاعده ډله ډېره کمزورې شوې او ناشونې ده چې بېرته افغانستان ته راستنه شي او واشنګټن ټولې ترهګرې ډلې تر څار لاندې لري.

ورته‌مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ډاډ ورکوي چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه‌دی او دم‌ګړۍ افغانستان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله وايي:«افغانستان یو ځانګړی او رسمي ځای لري او د نړۍ بېلابېل هېوادونه سره ښې اړیکي او رسمي تعامل لري. په کور دننه اسلامي امارت د ټولو خلکو حقوقو ته رسېدنه کوي او خوندي دي.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې د ستونزو د حل لپاره باید په هېواد کې مشورتي لویه جرګه رامنځته شي.

د سیاسي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی طلوع‌نیوز ته وايي:«هیله دا ده چې یوه ملي لویه جرګه راوغواړو چې په هغه کې د نړۍ ټول سازمانونه ګډون ولري ترڅو هغه ستونزې چې موږ يې د تعامل لپاره له نړۍ سره لرو د حل لار ولټوو.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد سلیم پیګیر هم څرګندوي:«موږ باید د ملګرو ملتونو منشور، قوانین او سټنډرډونه ومنو او د هغوی مطابق مخ ته لاړ شو، هغه وخت بیا نړۍواله ټولنه د افغانستان خلکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو څه باندې دوه کال تېرېږي، خو اسلامي امارت لا تر اوسه هم د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه