د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې د امنیتي مسایلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو په هکله خبرې اترې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په وینا، د بهرنیو چارو وارت سرپرست په دغې لیدنه کې ویلي چې له دې وروسته به هڅه وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بندرونه ونهتړل شي.
اصف علي دراني په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ (پنحشنبه) له غرمې وروسته کابل ته راغی.
پاکستانی خبریال طاهر خان طلوعنیوز ته وايي:«په کابل کې ځينو چارواکو ویلي د وروستیو پېښو پر بنسټ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کومې ستونزې رامنځته شوې وې له هغې منځه د ټي ټي پي مسئله او همدارنګه د تورخم بندر تړل کېدل او همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو او له هغوی سره ناوړه چلند هغه مسایل دي چې پر هغو خبرې وشوې.»
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله اېکس پاڼه، د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي له قوله لیکلي چې اصف علي دراني زیاته کړې چې هېواد یې په بندرونو کې د رامنځته شویو ستونزو لپاره د حل لارو د پیدا کولو هڅه کوي.
له دې سره سم، د چارو ځينې شنوونکي د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو ترینګلتیاو ته په کتو، کابل ته د دراني سفر مهم بولي.
د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري په دې هکله وویل:«فکر کوم کهچېرې طالبان دا ډول اقدام وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې او ستونزې کمېږي. زه فکر کوم چې طالبان باید پر دغې برخې فشار زیات کړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي.»
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي سفر د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له نښتې دوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي.
چې د دغې نښتې له امله د تورخم دروازه هم تړل شوې وه.
په دې اړه مو اندونه