Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کاکړ: د افغانستان ثبات د اسلام اباد د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دی

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو د شورا په یوه فکري مرکز کې د خبرو پر مهال د افغانستان ټیکاو د پاکستان او امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب بولي.

انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې اسلام اباد هڅه کوي چې طالبان دې ته اړ باسي چې د نجونو د زده کړو حقونو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

انوارالحق کاکړ ویلي:«باثباته افغانستان د پاکستان او متحده ایالتونو د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوب کې دی، موږ د افغانستان له حکومت سره د امریکا له مستقیم تعامله هرکلی کوو. او په خپله برخه کې  موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو هغوی اړ باسو چې د نجونو او ښځو د حقونو ورکړې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې د ترهګرۍ په موخه استفاده نه‌شي.»

د فرانسې بهرنیو چارو وزیره بیا د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې پر هغه څه نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د جنسیت له امله د ښځو ځپل ګڼي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیره کټرین کولونا په دې هکله ویلي:«په افغانستان کې ښځې د جنسیت په خاطر د طالبانو له لوري ځپل کېږي چې له بده مرغه د لارې جلاوالي او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې د خپل سیاسي هویت مرکز ګرځولی دی.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«که‌چېرې کومه ځانګړې موضوع شتون لري؛ لکه د تعلیم او کار موضوع، مناسبو فرصتونو ته اړتیا ده چې له اسلامي شرعیت سره مطابقت پيدا کړي او کار ته اړتیا ده.»

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د ناروې، جاپان، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې، د اسلامي همکاریو سازمان او د پاکستان د بهرنیو چارو د لنډمهالي وزیر په ګډون د ځينو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له چارواکو سره کتلي او د نجونو د زده‌کړو او له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ یې د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ ویلي و چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلو بندیزونو د هغوی پر کورنیو ډېر اغېزه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه