Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د کړنلارې د بدلون لپاره د نړۍ غوښتنې

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي تر هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل کړنلاره بدله نه‌کړي، د هغوی غوښتنو ته به هېڅکله هم پاملرنه ونه‌شي.

مېرمن امیري، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ او د ځينو هېوادونو استازو «د افغانستان وضعیت - له جنسیتي تبعیض سره مبارزې» په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان کې جوړه شوې وه، ګډون کړی وو.

رینا امیري ویلي:«کله چې موږ پوښتل کېږو چې تاسې پر طالبانو دومره تمرکز لرئ نو ولې له افغانانو سره تعامل نه‌کوئ؟ دا هغه څه دي چې موږ پرې کار کوو او دا د افغانستان او امریکا ګډ مشورتي میکانیزم هم دی. دا هڅې باید دوام وکړي او ټول افغانان چې په افغانستان او بهر کې دي، باید  په معناداره توګه کار وکړي او ونډه واخلي.» 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه غونډه کې په افغانستان او نړۍواله ټولنه کې په سیاسي پرېکړو کې د افغان ښځو د معنا لرونکي ګډون غوښتنه وکړه. ښاغلي بنټ په باور پر نړۍواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو بې باوري هغه مهال له منځه تللای شي چې د همدردۍ او غندلو پر ځای، یوازې عملي اقدام وشي.

ریچارډ بېنټ په دې هکله څرګندوي:«په ډاګه وایم چې افغان ښځې باید د افغانستان او په څنګ کې یې د نړۍوالې ټولنې په پرېکړو کې معناداره ګډون ولري. افغان ښځو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی او د پام وړ پایلې یې ترلاسه کړې دي.»

د ښځو په نړۍوالو چارو کې د امریکا پخوانۍ استازې میلاني ویفیر وايي:«ډېری کسان چې په دې غونډه کې حضور لري، په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو د سیسټماټیک حذف په تړاو څېړنه کړې او د مستند کولو په برخه کې یې هلې ځلې کړې دي. په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض په تړاو د بشري حقونو بنسټ ته راپورونه هم وړاندې شوي او له نړۍوالې جنايي محکمې غواړو چې په دې تړاو څېړنه وکړي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر محدودیتونو نیوکه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق په دې هکله وايي:«په سسیسټماټیک ډول له ټولنیز ژونده د افغان نجونو او ښځو ګوښه کول او په افغانستان کې د هغوی د بنسټیزو حقونو پر وړاندې تاوتریخوالی، نه یوازې پر کسانو بلکې د ټولې افغاني ټولنې پر هوساینې منفي اغېز کوي.»

خو د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، اسلامي امارت مکلف دی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین کړي او په هېواد کې هیڅ ډول جنسیتي تبعیض نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«نه! دلته اصلاً اپارټاید یا جنسیتي تبعیض شتون نه‌لري. په اسلامي کې جنسیتي تبعیض شتونه نه‌لري. د افغانستان وکړو ته که هغه نرینه دي او که ښځينه اسلامي شریعت چې کوم حقوق ورکړي، اسلامي امارت مکلف دی چې دغه حقوق  د هېواد ښځنه او نرینه ته ورکړي.»

تر دې مخکې، د ځينو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو په سازمان کې له افغان نجونو او ښځو سره د نړۍ د پیوستون په نوم یوه غونډه کې هم پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه غونډه کې په افغانستان او نړۍواله ټولنه کې په سیاسي پرېکړو کې د افغان ښځو د معنا لرونکي ګډون غوښتنه وکړه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه