د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر د ملګرو ملتونو سازمان د ۷۸مې اسامبلې پر څلورمه ورځ په خپله وینا کې ویلي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د پاکستان لومړیتوب دی.
انوارالحق کاکړ د خپلو تېرو ادعاوو په دوام، دا ځل بیا په پاکستان کې له افغان خاورې د ټي ټي پي او داعش خراسان ډلې د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه.
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې له نړۍ وغوښتل چې افغانانو او په ځانګړې توګه افغان ښځو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر وايي:«د پاکستان لومړیتوب له افغانستان او په دغه هېواد کې دننه له ترهګرۍ سره مبارزه او مخنیوی دی. پاکستان د ټي ټي پي، داعش او نورو ډلو له لوري چې په افغانستان کې فعالې دي، پر خپله خاوره بریدونه غندي. موږ د دغو بریدونو د مخنیوي په موخه د کابل د همکارۍ او ملاتړ په لټه کې هم وو. له دې ټولو سره سره د دغې ترهګرۍ د لهمنځه وړلو لپاره چې بهرنۍ سرچینه لري، لازم اقدامات ترسره کوو.»
د پاکستان د لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر بیا په یوه خبري غونډه کې وايي، پاکستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ د نورو خپلواکو هېوادونو لکه افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه کوي.
جلیل عباس جیلاني د افغانستان او پاکستان د ګډ کمېسیون لومړنۍ ناسته هم اغېزناکه بللې او له سرپرست حکومته غواړي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.
جلیل عباس جیلاني وویل:«افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان د نورو هېوادونو په چارو کې د نهلاسوهنې پالیسي پر مخ وړي او د هېوادونو خپلواکۍ ته درناوی کوي. ورته مهال بیا زموږ تمه دا ده چې افغان لوری د ټولو هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په موخه د دغه هېواد خاوره کاروي.»
خو اسلامي امارت یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د خوندیتوب ډاډ ورکوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«د داعش ښکارندې په هکله، تل برعکس وه. داعش تل له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي دلته یا نیول شوي او یا هم وژل شوي دي او موږ یې دلایل هم له هغوی سره شریک کړي. د پاکستاني طالبانو په هکله هم باید ووایم چې دا د پاکستان کورنۍ قضیه ده.»
له دې سره سم، د ملګرو ملتونو په ۷۸مې سرمشریزه کې د مالیزیا لومړی وزیر له افغانانو د ملاتړ سربېره د افغانستان له اوسنيو واکمنو غواړي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم د نجونو له زدهکړو انکار د اسلامي لارښوونو خلاف بولي.
انور ابراهیم ویلي:«موږ د خپلې ونډې په تړاو دومره ویلی شو چې موږ د خپل ولس له لوري له افغان ولس سره د بشري مرستو رسولو ته ژمن یوو، نو موږ همداسې ژمن پاتې کېږو او د افغانستان له واکمنو غواړو چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي، ښوونځيو ته د هغوی د تګ له حقه انکار کول، له اسلامي لارښوونو سرغړونه ده.
تر دې دوه ورځې مخکې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د یوه پلاوي په مشرۍ په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د کابل او اسلام اباد ترمځ د شته ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې اړه مو اندونه