نېکبخته هغه مېرمن چې له ۲۵ کلونو کورني بند وروسته د اسلامي امارت ځواکونو له خوا وژغورل شوې، دمګړۍ په یوه دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د دغه روغتون ډاکټران وايي، د نېکبختې روغتیايي وضعیت د لومړنیو ورځو پرتله د رغېدو په حال کې دی.
دغې مېرمنې د خپل ورور په کورني زندان کې ډېرې بدبختۍ یې تجربه کړې دي.
ډاکټره دلبر حیدري وايي:«لومړۍ ورځ چې راغلې وه، وېره او ډار یې درلود. خبرې یې کولای نهشوې، اوس خبرې کوي، لږ د لاس اشاره لري. د لومړنۍ ورځې پرتله ډېره ښه شوې ده.»
نېکبختې د خپل عمر ۲۵ کلونه په یوې تیارې خونه کې تېر کړي دي.
د لسمې ناحیې وکیل خادم حسین حسیني د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«موږ د ماشومانو په واسطه چې دلته یې تګ راتګ کاوه خبر شوو، دلته یو کس دی چې بندي دی.»
اخوا، د نېکبختې ورور غلام سخي چې اوس مهال په توقیف کې دی، د خپلې خور پر وړاندې پر کړي عمل پېښماني څرګندوي:«۲۵ کاله کېږي چې په هماغه کوټه کې وه. دا چې نظامت ته مو پاملرنه نهده کړې له خپلې کړنې پښېمانه یم.»
له دې سره سم، د کابل ښار د لسمې حوزې مسوولان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو له ډېرو کشفي راپورونو او څېړنو وروسته دغه ښځه د خپل ورور له شخصي بندخونې ژغورلې ده.
د لسمې حوزې امر په ډاګه کړه چې په تیاره خونه کې د نېکبختې د ساتلو لامل کورنۍ ستونزې وې.
د لسمې حوزې امر عبدالرحیم اجمل په دې هکله وویل:«د واده یې څلور کاله کېدل. د ماشوم د نهلرلو له امله یې خاوند طلاقه کړې وه او هغې د خپل ورور په کور کې ژوند کاوه. ورور یې پرې زښته زیات ظلم کاوه، همدا وه چې هغه یې په دغې خونه کې بندي کړې وه.»
په افغانستان کې تل د ښځو حقونه په یوه ډول نه یو ډول نقض شوي خو کوم تاوتریخوالی او مصیبتونه چې نېکبختې تجربه کړي، د هر انسان غونی راځیږوي.
په دې اړه مو اندونه