Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز ولایت ته د اسلامي امارت د مشر سفر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د خپلو سفرونو پر دوام دا ځل نیمروز ولایت ته تللی دی.

ښاغلی مجاهد د اسلامي امارت د رهبر د دغه سفر موخه د سیمه ییزو مسوولانو د کار ارزونه او د خلکو د ستونزو اورېدل بولي.

د دې سربېره د اسلامي امارت مشر د نیمروز له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره هم لیدلي دي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«د نیمروز وضعیت یې وڅېړه. هلته یې د حکومت اجراات له نږدې ولیدل. وې ویل چې د خلکو شکایتونه دې په دقیق سره دې واورېدل شي او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې خپلې لارښونې لرلې. دغه سفر تېره شپه پای ته ورسېد.»

د نیمروز یو شمېر علما او قومي مشران بیا وايي، د اسلامي امارت له رهبر سره یې د دغه ولایت د اوسېدونکو د ستونزو په تړاو خبرې کړي او د اسلامي امارت رهبر دغو ستونزو ته له رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

د نیمروز د علماو شورا غړی سبحان الله صدیقي په دې هکله وویل:«مخامخ ورته ناست وم. د نیمروز ستونزې مې ورسره شریکې کړې؛ له کمال خان بند نه نیولې د مرکز تر ستونزو. د اوبو د کموالي ستونزې، توپانونو، پېښو له مرکز څخه لېرې والی، هر څه مې ورسره شریک کړل او ومې ویل هیله ده چې ستاسو له راتګ سره د نیمروز د خلکو پر مخ نوې پاڼه پرانیستل شي.»

د نیمروز د جامع جومات خطیب حبیب الله رحیمي هم وايي:«هغه ستونزې چې د سړکونو، روغتونونو، ښاروالۍ او د ښار د پاکونې، د ټرافیکو په برخه کې، د اوبو په برخه کې چې لرو یې، ټول مې په خدمت کې ورته عرض کړل.»

خو د اسلامي امارت د رهبر ولایتي سفرونه ولې زیات شوي دي؟

د سیاسي چارو شنوونکی صفي الله عرب زاده وویل:«له خلکو سره ډېرې پوښتنې دي چې د اسلامي امارت مشر عملاً حضور نه‌لري یا د سیاستوالو له لوري داسې ویل کېږي چې د خلکو اعتماد کمېږي. دا ښه ده چې همدا ډول ولایتونو ته سفر وکړي.»

تر دې مخکې، د اسلامي امارت رهبر روزګان ته سفر کړی و او د دغه ولایت مسوولینو ته یې لارښوونه کړې وه چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه