د لوړو زدهکړو وزارت مرستیال لطفالله خیرخواه وايي چې په هېواد کې د علومو د پرمختګ په برخه کې هېڅ خنډ شتون نهلري او نه څوک د خنډ رامنځه کولو په لټه کې دي.
ښاغلی خیرخواه زیاتوي چې تر راتلونکو پنځو کلونو به د هېواد د ټولو پوهنتونونو پوهنځيو لپاره به لابراتوارونه او یا هم ازمایښتځایونه جوړ شي.
لطفالله خیرخواه وویل:«انشاالله د امارتي پوهنتونونو هېڅ پوهنځی او ډیپارټمنټ به بې لابراتواره نه پاتې کېږي. او په پنځو کلونو کې به دغه لابراتوارونه ټول بشپړ کېږي. نو یو هوډ دی او دا هوډ باید سره شریک کړو او په شریکه د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په مخ ولاړ شوو.»
د لوړو زدهکړو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد حافظ حسیب هم څرګنده کړه:«په عملي کارونو کې د اینده لپاره د افغانستان اینده، زموږ او ستاسو له اینده نسلونو او همدار ډول د تحصیلات عالي وزارت د بنسټونو او د نهادونو راتلوونکی ور پورې تړلی دی.»
بلخوا په لوړو زدهکړو وزارت کې د دغه وزارت د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې، د درسي مفرداتو د کلسټر، بیا کتنې او پراختیا، د عملي او تطبیقي زده کړو او پوهنتونونو په تړاو جوړه شوې ده.
د دغه وزارت د تحصیلي نصاب رییس عبدالرووف فراهي وايي، د ټولنیزو، طبي، ساینسي، کمپیوټر ساینس، زراعت او انجینرۍ پوهنځيو د محصلینو لپاره د عملي او تطبیقي زدهکړو په برخه کې دا لومړی کلسټر دی.
عبدالرووف فراهي څرګنده کړه:«موږ د افغانستان په تاریخ کې داسې کلستر چې د عملي او تطبیقي علومو په برخه کې وي، نهدرلود.»
د تحصیلي نصاب د ملي کمېسیون غړی داوود شاه فاروقي هم وویل:«دا په پنځو سترو کلسترونو ډلبندي کېږي چې دغه کلسترونه عبارت دي د طبي، فارمسي او وټرنري څانګو کلسټر، د انجنیرۍ کلسټر، د زراعت سیاینس او کمپیوټر ساینس کلسترونه دي.»
یو شمېر استادان بیا د کلسټر جوړېدل ستايي او وايي، اوس مهال محصلین د لابراتوارونو او ازمایښت ځایونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې دغه ستونزې به یې د نوي کلسټر له جوړېدو سره حل شي.
د پوهنتون استاد اسدالله صمدي په دې هکله وايي:«په بېلابېلو کلونو کې د لابراتوارونو د تجهیز لپاره بېلابېل پروګرامونه نیول شوي؛ خو له بده مرغه عملي شوي نهدي.»
د پوهنتون استاد محمد یونس وفا هم څرګندوي:«ډېریو پوهنځیو د لابراتوارونو تجهیزات لرل؛ خو د ځينو کمبودیو له امله له هغو استفاده نهکېدله.»
دغه کلسټر به د راتلونکو پنځو ورځو په لړ کې، د نظر پوښتنې په درې پړاوونو کې، د توکو چمتو کول او د نوملړ جوړول، تجهیزات او د درسي مفرداتو له پراختیا سره به بشپړ شي.
په دې اړه مو اندونه