Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: په ولایتونو کې د علماوو شوراګانې بشپړې شوې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هېواد په ټولو ولایتونو کې د علماوو شوراګانو له بشپړېدو خبر ورکوي.

ښاغلی طلوع نیوز ته ویلي چې د علماوو شوراګانو په رامنځته کولو کې په ځينو ولایتونو کې، د دیني علماوو سربېره قومي مشران هم ټاکل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«وروستۍ شورا چې بشپړه شوه، د لوګر د علماوو شورا وه. د دغو شوراګانو اغېزې زښته زیاتې دي. دغه شوراګانې د نظام او خلکو ترمنځ د پله په څېر به کار وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند بیا وايي، د دغو شوراګانو غړي په بېلابېلو ولایتونو کې له یو بل سره توپیر لري، ځکه په ځينو ولایتونو کې دیني عالمان او په ځینو نورو کې قومي مشران د یادو شوراګانو د غړو په توګه ټاکل شوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«په ولایتونو کې د علماوو کرامو تشکیل خپل توپیرونه لري. په ځينو ځایونو کې مخور دي او په ځینو ځایونو کې علما.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا په هېواد کې د عالمانو د شوراګانو بشپړیدل مهم بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی حبیب الله جانبدار وايي:«تجربه لرونکي قومي شخصیتونه هم باید په هغو کې حضور ولري. دا د ستونزو حل او د چارو تنظیم کې ډېره مثبته اغېزه به ولري.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي و چې دغه شورا به د نورو کارونو ترڅنګ په حکومت کې د ښځو د کار او فعالیت په تړاو هم د شریعت په رڼا کې خپل نظر څرګند کړي.

د اسلامي امارت رهبر د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د مرغومي په اوله د عالمانو د شوراګانو جوړولو فرمان صادر کړی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه