Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې لمانځنه

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ نن (چهارشنبې) په کابل او ځينو ولایتونو کې ولمانځل شوه.

ځینو دیني علمانو د مولود شریف په مناسبت په جلا جلا غونډو کې د اسلام د ستر پيغمبر د لارې او سنتو پر پیروۍ ټینګار کړی دی.
                                                      
دیني عالم حق‌پرست د اسلام ستر پیغمبر د مولود په هکله ویلي:«پيغمبر (ص) په سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو برخو کې د خلکو لپاره لارښود دی.»
                                                       
بل دیني عالم احمد الله رحماني هم څرګنده کړه:«ځوانانو او پېغلو ته باید یادونه وشي چې د حضرت محمد (ص) سیرت مطالعه کړي او خپل ژوند د محمد مصطفی (ص) په سیرت او طرحه برابر کړي.» 

بل خوا، د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي هر کال د دې ورځې په مناسبت ختمونه او خیراتونه کوي.
                                       
د کابل اوسېدونکی عبدالله طلوع‌نیوز ته وویل:«په جوماتونو کې په نوم یې خیر او خیرات کوي.»
                                      
د کابل اوسېدونکی عبدالرحمن هم وايي:«د مسلمانانو او اسلامي مذهبونو ترمنځ باید ورورولي رامنځته شي او په دغې ورځ د علماوو دنده ده چې خلک منسجم کړي او هغه اختلافونه چې د مسلمانانو ترمنځ دي، باید په دې ورځ له منځه ولاړ شي.»

حضرت محمد (ص) د ۵۷۰ کال د ربیع الاول په دولسمه نړۍ ته سترګې وغړولې.

د اسلام ستر پيغمبر (ص) په څلوېښت کلنۍ کې پر پيغمبرۍ مبعوث شو او له ۲۳ کاله پیغمبرۍ وروسته یې د ۶۳ کالو په عمر له نړۍ رحلت وکړ.

هر کال د میلادالانبي د ورځې په مناسبت په افغانستان او د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې مراسم ترسره کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه