Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو مرستیالې په باور؛ د افغان نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد ویلي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

اغلې محمد چې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې یو ځل بیا یې د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونو د تامین غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې استازې زیاته کړې چې «اسلام کې د ښځو ونډه» تر عنوان لاندې یوه ناسته جوړیږي چې په هغه کې به د افغان ښځو او نجونو حقونو وضعیت هم و ارزول شي.

آمنې محمد خبریالانو ته ویلي: «اسلام کې د ښځو ونډه کنفرانس جوړیږي چې په هغه کې به د افغان ښځو او نجونو وضعیت د ښه کېدو لپاره هم ځینې مسایل و ارزول شي. تاسو پوهیږی چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو استازی استولی و. موږ فکر کوو چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړېوالې ټولنې برخه دي او باید فشار راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي.»

د ښځو حقونو برخې ځینې فعالانې په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د ښځو زده کړو او کار حقونو برخه کې د نړېوالو توجه را جلب کړي.

د ښځو حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش وایي، «که اسلامي امارت غواړي چې په نړۍواله کچه باور ترلاسه کړي، لومړی باید په ملي کچه باور ترلاسه کړي. دوی به تر کومې ښځو ته په کمه سترګه ګوري او تر کومه به د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.»

د ښځو حقونو فعاله، ثریا پیکان وایي، «د نړۍ او هېواد کې د مسوولینو مسوولیت دا دی چې د ښځو وضعیت ته پام وکړي ځکه د هغوی وضعیت اندېښمنونکی دی او دې چارې افغانستان په انزوا کې اچولی دی.»

اسلامي امارت که څه هم د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې تل افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو نقض رد کړی او زیاته کړې یې ده چې هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي قوانینو پر بنسټ تامین دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه