د ملګرو ملتونو د عمومي جمعې د ۷۸یمې غونډې مشر، ډنیس فرانسیس د نجونو زده کړو په اړه د افغانستان سرپرست حکومت په تګلارو کې د بدلون غوښتنه کړې.
ډنیس فرانسیس په افغانستان کې له اوسنیو واکمنو چارواکو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.
ډنیس فرانسیس وايي، نجونې باید له ښوونځیو لرې پاتې نشي چې ناهیلي رامنځ ته کړي.
هغه همدا راز د افغانستان په پرمختګ کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې، د یوه پیاوړي او منسجم افغانستان لپاره په ټولنه کې د ښځو حضور ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې رییس، ډنیس فرانسیس وویل: « د نجونو او ښځو له حقونو هیڅوک انکار نشي کولای او باید ملاتړ یې وشي او درناوی ورته وشي. له همدې امله زه د افغانستان له چارواکو غواړم چې پخپلو پالیسیو کې بدلون راوړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړ شي، زده کړې وکړي او د خپلې ټولنې په پرمختګ کې رول و لوبوي.»
که څه هم اسلامي امارت د دغو څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې اسلامي امارت د ښځو له زده کړو منکر نه دی او د مناسبې زمینې له برابرېدو سره به سمه او اصولي پریکړه وشي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وویل: « انکار نه کیږي چې یا به دوی ته د کار زمینه مساعده نه شي او یا موږ د هغوی د زده کړو مخالف یو بلکې پر پروسیجر کار روان دی او اوس حالت بدل شوی دی او دا چاره وخت ته اړتیا لري.»
خو د ښځو حقونو چارو فعالانې وايي، نړۍ د افغان ښځو د وضعیت په اړه عملي پروګرام نه لري.
د ښځو د حقونو چارو فعاله، فروزان داودزۍ وویل: «هغوی باید له خبرو کولو او راپور ورکولو تېر شي او په عملي ډګر کې څه وکړي ترڅو د افغانستان ښځو لپاره لاسته راوړنې ولري ځکه په اوس کې دوی ټولو موضوعاتو ته د یو راپور په محدوده کې ګوري.»
تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې غونډه کې د افغانستان په سیاسي پریکړو کې د ښځو پر مانا لرونکي ګډون د ټینګار ترڅنګ ویلي و، پر نړۍواله ټولنه د افغان نجونو او ښځو بې باوري هغه مهال له منځه تللی شي چې د خواخوږۍ او غندنو پر ځای عملي ګامونه پورته شي.
په دې اړه مو اندونه