د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو پېښېدو څخه د ویرو څرګندونو په دوام د پاکستان لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ادعا کړې چې، د افغانستان خاوره یې پر ضد کارول کیږي.
ښاغلي جیلاني چې یوې خبرې غونډې ته خبرې کویلې وویل، د افغانستان سرپرست حکومت دې په دې برخه کې د پاکستان اندېښنو ته رسېدنه وکړي.
هغه زیاته کړې چې، وروستیو بریدونو یوازې پاکستان نه بلکې، د نړۍ نور هېوادونه هم اندېښمن کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، جلال عباس جیلاني وویل: « د تېرو څو اونیو په ترڅ کې چې په پاکستان کې کوم ترهګریز بریدونه شوي، پاکستان یې اندیښمن کړی او یوازې پاکستان نه چې د نړۍ نورو هېوادونو ته یې هم تشویش پیدا کړی دی. د افغانستان اوسنۍ اداره باید په دغه هېواد کې د شتو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي ځکه افغان حکومت له موږ سره په دې برخه کې ژمنه کړې ده.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وویل: «اسلامي امارت امنیت ته ژمن دی او دې ته ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول شوې او نه به هم وکارول شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان کډوال د جبري ایستلو په اړه وايي، یوازې هغه افغان کډوال له خپل هېواده نه وباسي چې قانوني اسناد نه لري بلکې ټول کډوال چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسي، ایستل کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، جلال عباس جیلاني وویل: « په کابینه کې چې کومه نوې پالیسي تصویب شوې یوازې د افغانانو اړوند نه ده، د هغو کډوالو په تړاو هم ده چې له بیلابیلو هېوادونو راغلي او په پاکستان کې په ناقانونه توګه میشت دي. راجستر شوي افغان کډوال او هغو چې قانوني اسناد لري، هغوی نه ایستل کیږي.»
پاکستان کې مېشت افغان کډوال، جاوید وویل: «د پاکستان له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده، هغه افغانان چې قانوني اسناد او کارتونه لري یا باید نوي کارتونه ورکړي یا په دې کارتونو کې ورته وخت زیات کړي.»
تر دې مخکې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د پاکستاني چارواکو د ادعاو او نیوکو په غبرګون کې ویلي چې دغه نیوکې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي.
په دې اړه مو اندونه