د مسکو فارمټ غونډې غړو د پای په اعلامیه کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زدهکړو حقونو ته پر درناوي ټینګار کړی دی.
که څه هم په افغانستان کې د داعش پر ضد مبارزه کې د اسلامي امارت له مبارزې ستاینه شوې؛ خو د دغې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له سرپرست حکومته غوښتل شوي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
په اعلامیه کې راغلي دي، چې د داسې ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی چې د افغانستان د ټولو قومونو استازي پهکې حضور ولري.
د مسکو فارمټ د اعلامیې یوه برخه کې راغلي:«د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اته اویایمې غونډې په لړ کې د افغان ښځو د وضعیت په تړاو د وزیرانو د غونډې په ګډون په لوړه کچه څو پروګرامونه جوړ شول، چې پهکې ښکاره پیغام دا و چې که طالبان د افغانانو حقونو ته درناوی ونه کړي او د نفوس نیمایي برخه یې له منځه یوسي، دا تمه نهشي کولای چې د نړۍوالې ټولنې برخه دې وي.»
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم وايي:«تر دې مخکې چې د روسیې لپاره په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل مهم وي، په خپله د افغانستان د خلکو لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین دي. په افغانستان کې به هر ډول هغه حکومت پايښت ونه لري، چې ټولګډونه نهوي. په افغانستان کې مخکیني حکومت هم پوره ټولګډونه نهو. د افغانستان مخکینی حکومت د امریکا لاسپوڅی حکومت و. د افغانستان مخکینی حکومت یو امریکایی حکومت و، نه افغان حکومت. موږ فکر کوو چې په افغانستان کې باید داسې حکومت وي چې تر ټولو لومړی د افغانانو د ګټو په فکر کې وي، نه د نورو کسانو.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په غونډه کې ګډون نهو کړی، خو دې غونډې ته د هغه په وړاندې شوي پیغام کې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د غیر سیمهییزو لوبغاړو د فعالیتونو د زیاتېدو په تړاو د دغه هېواد اندېښنه څرګنده شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندوي:«تر هر ډول شرایطو لاندې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو راستنول زموږ لپاره د منلو وړ نهدي. موږ دې مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوو او د مسکو په ټولو شریکانو غږ کوو چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته د امریکا او ناټو د پوځي بیخ بناوو د راستنولو مخالفت وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی
خو دې غونډې د افغانستان لپاره څه ګټه لرله.؟
د پوهنتون استاد محمد صابر انسان دوست په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«ډېری نړۍوالې غونډې چې تراوسه یې شاهد وو، له بده مرغه بې پایلې وو او تر ډېره دغه غونډې د اسلامي امارت له مشرانو سره د سیالۍ په فضا کې جوړېږي. له سیاسي لیده ځکه د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي چې افغانستان لوري په پرېکنده توګه ویلي چې موږ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې هېڅ وړاندیز نه منوو.»
د افغانستان د وضعیت په تړاو د مسکو فارمټ غونډه د روسیې په منځګړیتوب جوړه شوې وه، چې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان استازو پهکې حضور درلود او د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.