Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست لیدنې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مسکو کې د خپلو حاشیوي غونډو په لړ کې د تاتارستان له ولسمشر، د قرغزستان له ځانګړي استازي، د سعودي عربستان له استازي، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، د چين له استازي او د قطر د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې له رییس سره وکتل او د هېوادونو ترمنځ یې د اړيکو په ګډون پر بېلا بېلو مسايلو خبرې وکړې.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو غونډو کې افغانستان ته د بشري مرستو پر برابرېدو او د افغانانو  په هر اړخیز ملاتړ ټینګار وشو.
 
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي:«د اسلامي امارت جګپوړي پلاوي هم د جوړونکي تعامل او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د منځنۍ او اوږد مهالې همکارۍ او خبرو اترو غوښتنه کړې ده.»

بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې دوحه په نړۍواله ټولنه کې پرمختګ ته د افغانستان د لاسرسي لپاره د باور وړ شریک کېدای شي.

امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مدیر لارام یوسف سلطان سره لیدنه کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي:«قطر په نړۍواله ټولنه کې د یوه باوري ملګري په توګه، په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ د رامنځته کېدو لپاره د همکارۍ او رغنده خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کوي. دغه راز سیمه‌ییز او نړۍوال ثبات ته رسېدل د ټولو هغو خواوو لومړنۍ موخه ګڼي چې په افغانستان کې د ټيګاو او امنیت د راتلو په هڅه کې دي.»

 د اقتصادي چارو شنوونکی شبیر بشیري طلوع‌نیوز ته وویل:«په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې د سیمې، نړۍ او ګاونډیو همکاري هغه مهال احساس کېږي چې دغه همکارۍ بیخ‌بنايي، پراختیايي او مختیايي وي.»
 
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې ښاغلي متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې د ننګونو د پېښېدو په صورت کې د رسنیزو بیانیو له لارې د نیوکې پرځای باید له ډيپلوماټیکو لارو د ننګونو د له‌منځه تلو هڅه وشي.

شریک یي کړئ