Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میرویس ظاهر د مرنجان په غونډۍ کې خاورې ته وسپارل شو

د افغانستان د وروستي ټولواک ظاهر شاه د زوی شهزاده میرویس مړی په مرجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

شهزاده میرویس چې د خپلې کورنۍ تر ټولو ځوان غړی و، پرون (جمعه) د ۶۶ کلونو په عمر په کابل کې ومړ.

خپلوان يې وايي، چې هغه يو نرم، زغم لرونکی او وطنپال شخصیت و او په وطن کې یې د خدمت کولو هيله په زړه کې لرله.

د ظاهر شاه لمسی محمد مصطفی ظاهر وویل:«یو نرم سړی و. داسې یو کس و چې له هر چا سره یې مینه لرله، خپل هېواد پرې ګران و، له خپلو خلکو سره یې مینه لرله.»

شهزاده میرویس د محمد داوود خان په مشرۍ د ۱۳۵۲ لمریز کال له کودتا وروسته له افغانستانه ولاړ او په ۱۳۸۱ لمریز کال کې له خپل پلار محمد ظاهر شاه سره هېواد ته راستون شو.

 د شهزاده میرویس خوریی نادر نعیم وايي:«د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا وروسته، بېرته اېټالیا ته ولاړ؛ هغه ځای ته چې پلار یې حضور درلود او د خپل پلار خدمت یې وکړ. کله چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د ملت بابا افغانستان ته تشریف راوړ، دوی هم له هغه سره وو.» 

د نوموړي ځيني خپلوان او نږدې کسان د هغه په تړاو داسې وایي.
                                                  
د شهزاده میرویس ملګری خواجه زین العابدین وايي:«بااخلاقه، مهربان کس وو، د ټول افغانستان له ملت او قومونو سره یې ډېره صمیمانه اړیکه لرله.»

د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون پر اېکس ټولنیزه شبکه د یو پیغام په خپرولو سره د میرویس ظاهر له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله پر خپلو اېکس پاڼو د شهزاده میرویس مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

د میرویس ظاهر خپلوان وايي، چې هغه يو نرم، زغم لرونکی او وطنپال شخصیت و او په وطن کې یې د خدمت کولو هيله په زړه کې لرله.

شریک یي کړئ